لوبې خبرونه

هر سهار د منډې وهلو تمرین او د هغه ګټې

هر سهار منډې وهل او دغه تمرین کول ډېرې ګټې لري چې په دې مقاله کې به ورباندې بحث وشي

د منډو وهلو تمرین ستاسو رواني او فزیکي روغتیا دواړو ته ګټې لري. د وروستۍ سروې له مخې په امریکا متحده ایالاتو کې په ۱۰ کې ۳ تنه د ښې روغتیا څښتنان دي او د ژوند په چارو کې هم مبارز او بریالي دي. دا هغه کسان دي چې په منظمه توګه د منډې تمرین کوي. ددغه کسانو پر راتلونکي هم تمرکز ډېر دی او د کار کولو ښه وړتیا لري.

afghan (87)
هر سهار د منډې وهلو تمرین او د هغه ګټې

په ازاده هوا کې د تمرین کولو ګټې

کله چې تاسې سهار وختي په پاکه هوا کې منډې وهئ، نو ددې هوا په تنفس کولو سره تاسو خپل بدن ته ډېره ګټه رسوی. ستاسو تنفسي سیسټم نوي هوا اخلي او د منډو وهلو له برکته مو د سا اخیستنې کانالونه پاک کېږي او د وجود ټولو برخو ته مو اکسیجن رسېدنه منظمه کېږي.

afghan (82)
هر سهار د منډې وهلو تمرین او د هغه ګټې

تاسې کولی شی چې د منډې په وهلو سره خپله سا پخه او په راتلونکې کې په ډېر سخت کار کې هم نه ستړي کېږی. د وخت په تېرېدو تاسو په دې توانېږی چې په لنډ وخت کې ډېر واټن طی کړی او د منډې ساحه مو زیاته شي.

نور ولولئ: څنګه په یوه اوونۍ کې خپل وزن په چټکۍ سره راکم کړو؟

نور ولولئ: د کوليسټرول (وينې غوړ) کمولو څو اسانه لارې چارې

نور ولولئ: د خوړو پرته د وزن له لاسه ورکولو 8 لارې

د ټولو غضلاتو په پیاوړتیا کې د منډې رول

منظمه منډه ستاسو د بدن ټول عضلات پیاوړي کوي، ځکه منډه داسې تمرین دی چې پرمهال یې د بدن ټولې برخې په یوه شکل تمرین کوي او په حرکت کې وي. مثلاً: ستاسې پښې، بندونه، تنفسي سیسټم، د وینې جریان، زړه او نور ټول غړي په فعالیت راځي او دغه فعالیت هر یو غړی په خپل حالت قوي کوي.

afghan (86)
هر سهار د منډې وهلو تمرین او د هغه ګټې

منډه کولی شي چې ستاسې زنګونونه هم پیاوړي کړي.

منډه کولی شي چې ستاسو د ماغزو فعالیت ډېر کړي

د انسان ماغزه د نورو عضلاتو په شان کېدلی شي چې د تمرین کولو له لارې قوي شي او فعالیت یې ډېر شي. د منډې وهلو د تمرین پر مهال ستاسو ماغزه فعالیت ډېروي، چې له امله یې تاسې د کار کولو حوصله پیدا کوی او له دې سره مو تمرکز هم زیاتېږي.

afghan (81)
هر سهار د منډې وهلو تمرین او د هغه ګټې

په مایا کلینیک کې وروستۍ څېړنه وايي، په دې کې ستاسو د مغز هغه برخه شامله ده چې د هپپوکیمپس په نوم یادیږي، ستاسو د حافظې ساتلو لپاره مهمه بلل کېږي؛ پخوانیو څیړنو وړاندیز کړی چې منډې یا نور منظم ورزش حتی کولی شي د وخت په تیریدو سره د هغې اندازه زیاته کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button