لوبې خبرونه

هر ورځ څو زره قدمه د مړینې خطر کموي؟

په دې برخه کې بېلابېلې څېړنې شوې چې په ورځ کې لږ او ډېر قدم وهل روغتیا ته ګټه کوي

خو اکثره څېړنې وایي چې د ورځې یعنې هره ورځ ۵۰۰۰ قدمه وهل د انسان عمر زیاتوي او د مړینې خطر راکموي.

له اوږدې مودې راهیسې ویل کېږي، چې د ورځې ۱۰،۰۰۰ ګامه تګ د انسان روغتیا لپاره ګټور دی.

خو اوس یوې نوې څېړنې دا په ډاګه کړې، که په ورځ کې د ۱۰۰۰۰ پر ځای ۵۰۰۰ قدمه ووهئ، دا هم ستاسو پر روغتیا مثبت اغېز کوي.

په دې اړه نورې وړاندوینې

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ۲۲۶،۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو ورځنی کار به ډېر دقت سره له مطالعې وروسته تحلیل دا په ډاګه کوي چې ان په ورځ کې ۴۰۰۰ قدمونه هم له وخته مخکې د مړینې خطر کمولو لپاره کافي دي.

په هر حال په ورځ کې ۲،۳۰۰ قدمه د زړه او وینې رګونو لپاره کافي ګټور دي.

نور ولولئ: باډي بیولډینګ یا وزن پورته کول ستاسو بدن ته څه ګټې لري؟

نور ولولئ: په ښه خوب کولو کې د تمرین رول

څېړونکي وايي، هرڅومره چې تاسو تګ کوئ، هغومره ستاسو روغتیا ته ګټه رسوي.

څیړنو ښودلې ده، چې هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه تر ۲۰،۰۰۰ قدمونو ترمنځ که هر ۱،۰۰۰ قدمه ور اضافه شي له وخته مخکې د مړینې کچه ۱۵ سلنه را کموي.

په پولنډ کې د لوډز د طبي پوهنتون او په متحده ایالاتو کې د جانز هاپکنز پوهنتون د یوې ډلې په وینا، په پښو د تګ ګټې نارینه او ښځینه ته رسیږي او هغه که د هر عمر وي.

په کوم عمر کې قدم وهل زیاته ګټه لري؟

په هر حال، د تګ ترټولو لویه ګټه له ۶۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو خلکو ته زیاته رسیږي.

د لوډز پوهنتون پروفیسور ماکیج بنچ وايي: “سربېره پر دې چې د درملنې لپاره د عصري درملو شمېر مخ په ډیریدو دی، خو دا درمل یا د دوی کارول د سالم پاتې کیدو یوازینۍ لار نه ده. ”

نوموړی زیاتوي: “موږ باید تل په دې ټینګار وکړو چې د ژوند ډول بدلولو په ګډون خوړو او تمرین ته هم باید زیاته پاملرنه وکړلی شي. او دا کولی شي د جدي ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ یا د زړه د شریان ناروغۍ مخه ونیسي. له دې ټولو په اغیزمنه توګه ګټه اخیستل کولی شي فعاله او اوږد ژوند ور په برخه کړي.”

خو پر دې ټولو سربېره په افغانستان کې زیات خلک په شکره او نورو ناروغیو اخته کېږي، ځکه دوی فزیکي تمرین ته لږه پاملرنه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button