کورني خبرونه

هسپانیه کی د الوتکې مسافرو تښتېدو وروسته څلور ساعته هوايي ډګر تړلی

 هسپانیه  هسپانیه

له الوتکې څخه  د مسافرو له تښتېدو وروسته څلور ساعته هوايي ډګر تړلی پاتې شو د هسپانیه یو ډېر  مصروف  هوايي ډګر د جمعې پر ورځ له هغه څخه  وروسته د څلورو ساعتونو لپاره تړلی پاتې شو چې په ظاهره  ډول یو شمېر کډوالو دغه هېواد ته په غیر قانوني توګه د ننوتلو  کوښښ وکړه

د مراکش له کازابلانکا سیمې د ترکیې استانبول ته پر لاره الوتکه له هغه  څخه وروسته پالما دي مالورکا هوايي ډګر ته ورسېده  چې پکې د یوه جدی  ناروغ په اړه  رپور ورکړل شو رپورونو کې ویلی چی په هوايی ډګر کې د الوتکې له کېناستو سره سم ۲۱ مسافرو پر ځغاسته یا منډه واخیسته او ځینې یې هم  د هوايي ډګر له اغزن تاره واوښتل پولیسو ځینې تښتېدلي وګړی  ونیول  خو ویل کېږي ۱۲ وګړی  لا هم معلوم نه   خو د پیدا کولو لپاره پلټنه روانه ده پولیس په دې اړه  پلټنې کوي  چې له الوتکې وتلي وګړی  په خپل سر تښتېدلي او که په

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 غیر قانوني توګه دې هېواد ته د کډوالو داخلیدو  پلان په لوی لاس تیار  شوی د هسپانیه لوړ پوړو چارواکو د خپل هېواد په یوه هوايي ډګر کې دا ډول پېښه بې سارې بللې د هوايي ډګر چارواکو ته ویل شوي  چې د اریبیا ماروک هوايی چلن شرکت دې الوتکه کې د مراکش یو اوسېدونکی سړی د شکرې ناروغۍ لوړیدو  له  امله  بې هوشه  شوی خو کله چې روغتیا  فعالان  الوتکې ته ورسېدل ځینې مسافر له الوتکې ووتل او له هوايي ډګره بهر ته یې منډی کړی رپورونو  کې ویل شوي  چی ځینې مسافر په لومړی سر کې هوايي ډګر کې د ولاړو

 الوتکو  شا ته پټ شوي  د  هسپانیه  اې ایف اې خبري شبکې په رپور کې ویلی چی  په روغتون کې له طبي معاینې وروسته معلومه شوه  چې مراکشی سړی روغ  دی او نوموړی هېواد ته په غیر قانوني توګه د ننوتلو  کوښښ په تور نیول شوی

هغه بل سړی چې د ناروغ سړي سره تر روغتونه ملګری و  د پېښې له ځایه تښتېدلی له پېښې وروسته دغه هوايي ډګر ته پر لار نژدې ۶۰ کورنۍ او نړیوالې الوتنې نورو هوايي ډګرونو ته  لیږل شوې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button