هنر او ادب

هغه فلمونه چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې نندارې ته ښودل کېږي

د فلمونو صنعت به د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې بېلابېل فلمونو خپاره او بازار ته وړاندې کړي

د بالیووډ او هالیووډ مشهورې نړیوالې سینماګانې او فلمي صنعت به په روانه جنورۍ میاشت کې خپل هنري تولید مینه‌والو ته وړاندې کړي.

بالیووډ سینما هم ګڼ فلمونه جنورۍ کې وړاندې کولو ته ساتلي چې په دې کې «ګنټور کرم، لال سلام، او هغه په هغه لار لاړ لکه څنګه چې نور ځي» موجود دي او نندارې ته به لومړی په سینماګانو وروسته بازارونو ته وړاندې شي.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د بالیووډ ځینې رومانټیک فلمونه

پاس یاد شوي فلمونه یوازې دلته د نمونې په توګه راوړل شول، نور فلمونو هم وړاندې کېږي چې په دغه هنري فلمونو کې کامیډي فلمونو هم موجود دي.

د یادو فلمونو نندارې ته د مینه‌والو لیونۍ تنده

مینه‌وال د «د فایټر، کالکي  2898 AD، میری کریسمیس، مین اتل هون» او نورو فلمونو لیدو ته په پوره لېوالتیا انتظار کوي. د هغه فلمونو چې په جنورۍ میاشت کې خپرېږي یو اوږد لیست خپور شوی، خو موږ یوازې د څو فلمونو معلومات رااخلو چې تاسو ته یې وړاندې کړو.

۱. فایټر:

دغه فلم د سدارت انند په لارښوونه یا ډاکټرۍ لاندې جوړ شوی چې د هند فلمي ستوری هارتیک روشن، ډيپټیکا او انیل کپور یې مرکزي لوبغاړي یا اداکاران دي.

نور ولولئ: په نیټ‌فلیکس کې د ۲۰۲۳ کال ډېر کتل شوي هندي فلمونه

په معلوماتو کې ویل کېږي چې فایټر فلم ډېرې خوندورې او په زړه پورې صحنې لري. ددې فلم په اړه چې کوم معلومات وړاندې شوي دي، نو مینه‌وال یې په لېولتیا سره لیدو ته شیبې شماري او دا فلم به د جنورۍ په ۲۵ نیټه وړاندې شي.

۲. کالکي 2898 AD:

راتلونکی سای‌فای ایکشن فلم د ناګ اشوین لخوا لارښود شوی دی. په دې فلم کې امیتاب بچن، کمل هاسن، ډیپیکا پاډوکون، پراباس او دیشا پټاني مرکزي رول لوبولی دی. دا فلم به د جنورۍ په ۱۲ نیټه سینماګانو ته وړاندې کیږي. تمه کیږي چې دا به په راتلونکي کې د افسانې څخه الهام اخیستل شوی ساینس فای په زړه پورې سیټ وي. د کالکي 2898 AD لوی پرانستل د سان ډیاګو کامیک کان (SDCC) کې ترسره شو، دغه فلم د خپل هنري قدرت پر مټ ګڼ لیدونکي جذب کړي وو.

۳. میري کرسمس:

دا فلم کې بیا کټرینا کیف او وجي سیتوپاتي د مرکزي کرکټرونو رول لوبولی دی. میري کرسمس فلم به د جنورۍ په ۱۲ نېټه په سینماګانو کې خپلو مینه‌والو ته وښودل شي.

د یادونې وړ ده چې نور په زړه پورې فلمونو هم شته چې په جنورۍ کې به نندارې ته وړاندې شي او تاسو کولی شی چې لټون پسې وکړی او له لیدو یې خوند واخلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button