هغه لوبغاړي چې ۲۰۲۱ کال کې یې په نړیوال کرکټ بادشاهي وکړه
نن د کال وروستۍ ورځ ده، نن ورځ به د کرکټ په تاریخ کې د ۲۰۲۱ کال ټولې کارنامې ولیکل شي، خو دا چې په دې کال چا په کرکټ کې غوره لوبې کړي، دلته به پرې لنډ نظر ورواچوو د روان کال په پیل کې په ټیسټ کرکټ کې کین ویلیمسن د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې لومړی، پیټ کمینس د توپ اچونکو په برخه لومړی او په الراونډرانو کې بین سټوکس غوره مقام درلود
همدا راز د روان کال په پیل کې په یوه ورځنیو لوبو کې ویرات کوهلي د توپ وهونکو په درجه کې لومړی، د توپ اچونکو په برخه کې ټرینټ بولټ او د الراونډرانو په درجه بندۍ شکیب الحسن غوره لوبغاړي ول.
په شل اوریزه لوبو کې د روان کال په پیل کې بابر اعظم د توپ وهونکو، راشد خان د توپ اچونکو او محمد نبي د الراونډرانو په نوملړ کې غوره لوبغاړي ول خو نن ورځ ۲۰۲۱ کال پای ته ورسېده، اوس ګورو چې کوم لوبغاړي غوره مقامونه نېولي
نور یی ولوله | دهند اوسویلي افریقا ټیسټ سیریز لوبې
سږ کال اسټرالیا لوبغاړي مارنس لبشین په ټیسټ کرکټ کې غوره توپ وهنه کړې، لومړی مقام یې خپل کړی، پیټ کمینس په توپ اچونه کې هماغسې غوره مقام نېولی، خو الراونډران کې جیسن هولډر غوره مقام خپل کړی
د یوه ورځنیو په درجه بندۍ کې بابر اعظم له ویرات کوهلي لومړی مقام نېولی او هغه شاته غورځولی، ټرینټ بولټ توپ اچونه کې له ځان سره هماغه لومړی مقام لري او شکیب الحسن غوره الراونډر دی
په شل اوریزه لوبو کې په توپ وهنه ډیویډ ملان لومړی مقام لري، په توپ اچونه کې راشد خان درې، څلور مقام شاته لاړ دی، ونېندو هسرنګا دا مقام نېولی او په الراونډرانو کې محمد نبي پښه کلکه کړې ده