لوبې

هغه پنځه لوبغاړي چې ښایي له شل اوریز نړیوال جام وروسته تقاعد واخلي

که د ځینو نړیوالو لوبغاړو کارکردګۍ او د هغوی فیټنس ته وکتل شي، نو ښایي له شل اوریز نړیوال جام وروسته پنځه لوبغاړي تقاعد واخلي، چې دلته به د هغوی په اړه ولولو.

محمد نبي

محمد نبي: ډېر امکان شته چې د افغانستان لوبډلمشر محمد نبي د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام وروسته له شل اوریزو لوبو څخه تقاعد اعلان کړي. نبي چې د افغانستان کرکټ د پرمختګ یو مهمه برخه ده، تر دې مهاله یې ۱۰۱ شل اوریزې لوبې کړي، چې د ۱۴۰.۳۷ سټرایک رېت سره یې ۱۶۶۹ منډې لري او ۸۳ ویکټې یې اخیستي. که څه هم هغه د الراونډرانو درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، خو په دې وروستیو کې یې کارکردګي د پام وړ خبره ده.

شکیب الحسن

شکیب الحسن: شکیب الحسن د بنګله دیش تر ټولو غوره لوبغاړی دی او اوسمهال د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر دی. نوموړی د شل اوریزه لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې دویم مقام لري. شکیب په ۱۰۱ شل اوریزو لوبو کې د ۱۲۰.۷۲ سټرایک رېټ سره ۲۰۴۵ منډې جوړې کړي او ۱۲۲ ویکټې لري، د شکیب فټنس او کارکردګي هم ښه نه ده او ښایي له نړیوال جام وروسته شل اوریزه کرکټ پرېږدي.

نور یی ولوله | سعید اجمل: پاکستان دې د ډارنو لوبغاړو پرځای چاغ لوبغاړي ولوبوي

نور یی ولوله | انګلستان پاکستان ته ماتې ورکړه

ارون فینچ

ارون فینچ: د اسټرالیا لوبډلمشر ارون فینچ ښایي له نړیوال جام څخه وروسته د تقاعد پریکړه وکړي او په زړه پورې خبره دا ده چې ارون فینچ به دا فرصت ولري چې خپل کیریر په ښه ډول پای ته ورسوي او دویم نړیوال جام هم وګټي. فینچ په ۹۵ لوبو کې د ۱۴۵.۸۲ سټرایک رېت سره ۲۹۱۵ منډې لري، هغه د شل اوریزه توپ وهونکو په درجه بندۍ کې پنځم مقام لري، خو ښایي ژر تقاعد واخلي.

مارټین ګپټل: د نیوزیلېنډ تکړه توپ وهونکی مارټین ګپټل په شل اوریزه فارمیټ کې یو له غوره نومونو څخه دی، نوموړی یو بریدګر توپ وهونکی دی، هغه په ۱۲۱ شل اوریزو لوبو کې د ۱۳۵.۸۰ سټرایک رېټ سره ۳۴۹۷ منډې کړي دي، خو نوموړی هم په دې وروستیو سمه کارکردګي نه کوي، نو ښایي تقاعد واخلي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button