هلمند او غور ولایتونه هم طالبانو ونیول

په څو ساعتونو کې په پرلپسې توګه د تاریخي ښارونو غزني، هرات او کندهار د نیولو په تعقیب طالبانو شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او د غور ولایت مرکز هم په بشپړه توګه نیولي دي.
د هلمند ولایت سر ښار لښکرګاه چې له تیرو څو اونیو راهیسې د سختو جګړو او «ړندو» بمباریو شاهد ؤ، چې په ترڅ کی یې د نظامیانو ترڅنګ په هوايي او توپچي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله واووښتله.په وروستیو څو ورځو کې د امنیه قومندانۍ، د قطعه خاص مرکز، د پولیسو اکاډمي، د نظم عامه کنډک او ځینو نورو دولتي ودانیو د کنترول لپاره بیاهم سختې نښتې ترسره شوې؛
خو له پرون ماسپښین راهیسې د لښکرګاه ښار زیاتره برخې له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شوې او تیره شپه د ولایت مقام هم د طالبانو لخوا ونیول شو.د هلمند ولایت لپاره د طالبانو ویاند حافظ راشد هلمندي دا خبر تایید کړی؛ خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د پرون ورځې په جریان کې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او شاوخوا لوا ګانو څخه په سلګونو دولتي عسکر له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شول او لاهم د تسلیمۍ لړۍ روانه ده.

ویل کیږي چې د هلمند ولایتي چارواکو ته لاره ورکړل شوې ترڅو ښوراب پوځي اډې ته ځانونه ورسوي.په یو جلا خبر کې د غور ولایت مرکز څخه ځايي سرچینې وايي، چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د فیروزکوه ښار له جګړې پرته طالبانو ته سپارل شوی دی