ساینس او ټېکنالوژي

هند؛ سپوږمۍ ته چاندریان۳ فضايي بېړۍ استوي

هند وایي، سبا د جمعې په ورځ چندریان۳ په نوم فضايي بېړۍ فضا ته استوي

سپوږمۍ ته د الوت لپاره د هند ماموریت چمتو دی او تمه دا ده سویلي برخې ته به یې لومړنی ورغلی فضايي ماموریت شي.

د سپوږمۍ د دې برخې په هکله زیات معلومات نه دي ترلاسه شوي. له پلان سره سم به چاندریان-۳ نومی هندی راکټ چې درې برخې لري، د جمعې پر ورځ له ځايي وخت سره سم د ورځې دوې بجې او ۳۵ دقیقې له سري هري کوټه نومي فضايي مرکزه والوځي.

د هند فضايي څېړنو مامورین وايي، د راکټ یوه برخه چې لېنډر نومېږي او د سپوږمۍ پر ځمکه د کېناستو لپاره کارول کېږي، د اګست پر ۲۳-۲۴ مه به سپوږمۍ ته ورسېږي.

که دا ماموریت کامیاب شي، هند به له امریکا، مخکیني شوروي اتحاد او چین وروسته د نړۍ څلورم هېواد شي چې راکټ یې د سپوږمۍ پر سطحه ارامه ناسته کوي.

دا دریم ماموریت بلل کېږي

چاندریان-۳ نومي راکټ د هند فضايي ماموریت کې دریېم هغه دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند له لومړي ماموریت ۱۳ کاله وروسته تشیال ته ځي. د چاندریان-۱ پروژې مشر میلسوامي انادورای په وینا ”هغه راکټ لومړی ځل د سپوږمۍ پر سطح د اوبو په هکله لومړنی او تفصیلي لټون وکړ او معلومه یې کړه چې سپوږمۍ د ورځې په اوږدو کې یو چاپېریال لري. ”

نور ولولئ: ای‌سپېس: د جاپانۍ سپوږمکۍ کوزوونکي احتمالا ټکر کړی

چاندریان-۲ هم درې برخې درلودې، چې د ۲۰۱۹ کال په جولای کې توغول شوی و، خو یوازې په ځینو برخو کې بریالی و.

د هغه راکټ اوربېټر یا هغه برخه چې په مدار کې د ګرځېدو کار ورکوي ان تر اوسه ګرځي او سپوږمۍ څېړي، خو د کیناستو اله یا لېنډر یې بریالی ثابت نه شو، بلکې له سطحې سره له لګېدو وروسته مات شو.

ښاغلی انادورای بیا د هغې ویجاړۍ لامل په وروستیو شېبو کې د تم کېدو نظام کې رامنځته شوې خرابي بولي.

د لومړنۍ ناکامۍ پېښې څېړل شوي

د هند فضايي څېړنو ادارې (ای، اېس، ار، او) مشر سریدهارا پانیکر سومانات وايي، دوی په غور سره د هغې مخکینۍ پېښې معلومات څېړلې او بیا یې د داسې پېښې مخنیوي لپاره تجرباتي تمرینات کړي دي.

نوموړی وايي، چاندریان-۳ چې ټولټال ۳۹۰۰ کیلوګرامه وزن لري او شپږ اعشاریه یو میلیارد هندۍ روپۍ یا ۷۵ میلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې شوی، د مخکنیو راکټونو په څېر ماموریت لري، چې بې خنډه د سپوږمۍ پر سطحه کېني.

نور ولولئ: فضا ته د تر ټولو ځواکمن فضايي راکټ استول ځنډېدلي

لېنډر (چې د ای، اېس، ار، او موسس په نامه ویکرم نومول شوی) ۱۵۰۰ کیلوګرامه وزن لري او پکې ۲۶ کیلوګرامه ګرځنده اله یا ګاډی ځای پر ځای شوی، چې د پراګیان نوم ورکړل شوی (چې په سنسکرت کې د ځېرکتیا په مانا راغلې کلیمه ده.)

دا راکټ له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې وخت واخلي چې د سپوږمۍ مدار ته ننوځي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button