لوبې

هند اصغر افغان ته ولې ویره نه ورکوي؟

څو ورځې وړاندې مو په هنرستان کې ولوستل، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ته د هند حکومت ویزه نه ده ورکړې.

هند ته د اصغر افغان ویزه: 

اوس مونږپه دې اړه تازه معلومات ترلاسه کړي دي، چې اصغر افغان ته د هند حکومت ولې ویزه نه ورکوي چې هند ته لاړ شي او هلته په لیجینډز کرکټ لیګ کې برخه واخلي. زموږ د معلوماتو له مخې، اصغر افغان ته د هند حکومت له دې امله ویزه نه ده ورکړې، چې د هغه په پاسپورټ کې د پاکستان ویزه لګېدلې او نوموړي په وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی دی.

نور یی ولوله | راشید خپل ټیم ته بریا ور په برخه کړه

نور یی ولوله | شیرین درانۍ: زه هم د چا لور یم د چا خور یم

د اصغر افغان کورنی: 

همدا راز دا لامل هم ښودل شوی دی، چې د اصغر افغان د کورنۍ ځینې غړي اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي او له دې امله هند نوموړي ته د ویزې ورکولو څخه ډډه کړې ده. اصغر افغان چې په ۲۰۲۱ کال کې يې له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، د لیجینډز کرکټ لیګ کې اخیستل شوی دی.

نوموړې څه وخت مخکې له کابل څخه دوبۍ ته لاړ، تر څو د هند ویزه واخلي او دغه هېواد ته د لوبو لپاره لاړ شي. اصغر افغان اوس هم په دوبۍ کې دی، خو داسې ښکاره کېږي، چې نوموړی به ژر بېرته کابل ته راستون شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button