نړیوال خبرونه

هند : افغانستان نه د بهرنیو عسکرو وتلو سره به ستونزې رامنځته شي

هند : افغانستان نه د بهرنیو عسکرو وتلو سره به ستونزې رامنځته شي داسې وخت چې امریکا او ناټو وایي، د روان میلادي‌ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې خپل‌ ټول عسکر له افغانستانه راوباسي هند په دې اړه اندېښنې ښای.

هند وایي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي امنیتي خلاء رامنځته شي‌ او وارنکاري ترې ګټه واخلي.د هند لوی درستیز جنرال بیپن رناوت په نوي‌ ډیلي کې یوې امنیتي‌ ناستې ته ویلي، چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات له تامین هرکلی کوي؛ خو ویره لري، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به امنیتي خلاء رامنځته شي او وارانکاري به ناوړه استفاده ترې وکړي.

دده پر وینا زموږ موخه داده چې هغه خلا کومه چې د امریکایي او ناټو عسکرو تر وتلو وروسته رامنځته کېږي د مخربو کړیو لخوا ونه کارول شي.هند ددې تر څنګ له افغانستان سره نورو پراختیایي مرستو ته هم ژمنتیا ښودلې.دغه خبرې داسې مهال دي، چې امریکا وایي، له ناټو عسکرو سره په ګډه د روان کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه خپل تول فوځیان وباسي.

a brief look at general bipin rawat indias first cds

ښاغلی جوبایډن ادعا‌ لري چې په افغانستان کې غوره کړي‌ اهداف یې ترلاسه کړي‌ او نور ددې اړتیا نشته چې په دې هیواد کې نظامي حضور ولري.د امریکا ولسمشر «جوبایډن» له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ایستلو په اړه د خپلې پریکړې د اعلانولو په مهال وویل، چې پاکستان، هند، ترکیه، چین او روسیه دې له افغانستان ملاتړ وکړي‌.

ځکه دده په خبره، یاد هیوادونه د افغانستان په راتلونکې کې خپل رول لري.او کولی شي چې دغه هېواد کې د سولې خلرې کامیابې کړي.بلخوا بیا پهدې افغان سیاسي شنونکي هم په دې اړه اندېښنې لري او وای داسې نه چې د بهرني عسکرو ایستلو سره سم کورنی جګړه پیل نشي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button