سیاستسیمه

هند: “امیرخان متقي ته لېږلي بلنه مو بېرته واخیسته”

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

هندي رسنیو ویلي، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي یې لېږلي بلنه بېرته ګرځول شوې ده

راپورونو له مخې د هند حکومت د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ته د سفر بلنه ورکړ وه، خو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې اجازې نه ترلاسه کولو له امله اخیستل شوې ده.

یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی، چې نوی ډهلي لا هم هڅه کې دی، چې متقي ته د هند د سفر اجازه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې وه، چې امیرخان متقي د روانې اوونۍ له ۲۷ مې تر ۲۹ مې هند سفر وکړي.

که څه هم هند ته د متقي د سفر بندیز په اړه د امریکا د فشار په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو له دې وړاندې نوموړی پاکستان ته د امریکا د فشار او اجازې نه ترلاسه کولو له امله له سفر منع شو.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پاکستان او اوس هند ته د متقي د سفر اجازې نه ترلاسه کولو له امله کوم دریځ نه دی روښانه کړی.

د امیرخان متقي نوم د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ کې د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک له مخې شامل دی.

دا هم ولولئ:  پاکستان افغان صادراتولپاره خپلې پولې په مشروط ډول پرانیستې

که څه هم له دې وړاندې د امیرخان متقي په ګډون د طالبانو چارواکو بهرني سفرونه کړي دي، خو پاکستان او اوس هند ته د هغه د سفر اجازې نه ورکړې اصلي لامل نه دی روښانه شوی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button