سیاست

هند او ایران له چابهار بندره د ګټې اخیستو ۱۰کلن تړون لاسلیک کړ

نوي ډهلي او تهران ترمنځ د چابهار له بندره د ګټې اخیستو ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړ

د هند او ایران چارواکو یو ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې د ایران د چابهار بندر د یوې برخې مدیریت او پراختیا نوي ډیلي ته وسپارل شي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، دا هوکړه‌لیک دوشنبه د مې پر ۱۳مه د هند د بېړۍ‌چلونې وزیر میان ساربانادا سونووال او د ایران د سړکونو او ښارجوړونې وزیر مهرداد بذرپاش ترمنځ په تهران کې لاسلیک شوی دی.

د تړون لاسلیکېدو ګټه

د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «دا ۱۰ کلن تړون د ایران او هند دوه اړخیزې اړیکې پراخوي او ورته مهال د سوداګرو او سیمه‌ییزو سوداګریزو شرکتونو ترمنځ باور پیاوړی کوي.»

سونووال په اېکس کې د دې تړون د لاسلیکولو مراسمو د عکسونو په خپراوي سره دا د دواړو هېوادونو او د سیمې په اړیکو کې یوه «تاریخي شېبه» بللې ده.

د هند د بیړۍچلونې وزیر زیاته کړې ده: «دا تړون نه یوازې د دوو سترو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي؛ بلکې د نړۍوال اکمالاتو لړۍ او په سمندري سکټور کې د هند لپاره یو پیاوړی ګام دی.»

نور ولولئ: د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

نور ولولئ: تهران: طالبان سر له سبا له چابهار بندر کار اخیستلی شي

هغه دا تړون د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د سوداګریزو پلانونو یوه برخه بللې چې له مخې یې ایران، افغانستان، اوراسیا او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاسرسي لپاره یوه بدیل سوداګریزه لار پیدا کړي.

untitled design 20
چابهار بندر

په یاد بندر کې د هند پانګونه

د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، هند به «۱۲۰ میلیونه ډالره د دغه بندر لپاره د ستراتیژیکو تجهیزاتو په برابرولو او له ۲۵۰ میلیونو ډالرو څخه د زیاتو ټرانسپورتي زیربناوو» په برخه کې پانګونه وکړي.

تر دې دمخه د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې هېواد یې غواړي د چابهار بندر د مدیریت په هکله له ایران سره یوې اوږدمهالې هوکړې ته ورسېږي.

هند په داسې حال کې د ایران په سویل ختیځ سواحل کې د چابهار بندر د یوې برخې د  پراختیا په حال کې دی چې د خپل سیال پاکستان د کراچۍ او ګوادر له بندره تیر شي او خپل سوداګریز توکي د چابهار له لارې ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ته واستوي.

کله چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوې، اوس زیات افغان سوداګر د چابهار بندر له لارې افغانستان ته واردات کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button