اقتصاد او سوداګري

هند او نوي ډهلي پر چابهار بندر خبرې کړي دي

د کابل او ممبي د نړیوالې سوداګرۍ مرکزونو تر منځ د چابهار بندر په اړه خبرې کړي دي

د افغانستان د سوداګرۍ نړیوال مرکز رییس وايي، چې که سوله ټینګه شي د افغانستان، هند او ایران ترمنځ سوداګري او پانګونه به څلور برابره شي او له همګټو هېوادونو سره به اقتصادي ادغام پیاوړی کړي.

ذبیح الله زیارمل د هند د ممبې نړیوال سوداګریز مرکز سره د تعامل پرمهال وویل چې « موږ باور لرو سوداګریزې اړیکې، پانګونه، ګرځندوی، فرهنګي او د زده کړو برخه کې اړیکې د اسیا د سویلي هېوادونو د سیاسي مسایلو د عادي کېدو لامل کېدای شي«.

د ټاپي پروژې چارې

هغه وايي چې کابل د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د اړیکو ښه والي ته ژمن دی.

د هند ددکن هیرالډ د رپوټ له مخې، نوموړي هیله ښودلې ده چې د ټاپي لس میلیارډ ډالري پروژې چارې زر روښانه شي.

د هند د ممبې نړیوالې سوداګرۍ مرکز رییس ډاکټر ویجې کالانتري ویلي چې افغانستان تر ۲۰۲۸ کال پورې د هند د پنځه تریلیون ډالري ناخالص داخلي تولید او تر ۲۰۴۰ کال پورې ددغه هېواد د ۴۰ تریلیون ډالري ناخالص کورني تولید د لید په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

نور ولولئ: هند او ایران له چابهار بندره د ګټې اخیستو ۱۰کلن تړون لاسلیک کړ

نور ولولئ: تهران: طالبان سر له سبا له چابهار بندر کار اخیستلی شي

نور ولولئ: د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

هغه ویلي چې د افغانستان سوداګري ۹۹۷ میلیون ډالره ده، چې له ظرفیت ښکته ده، خو هند کولای شي د هوا او سمندر له لارې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې او پانګونه ډېره کړي.

چابهار بندر د هند او کابل نښلوونکی

هغه وايي چې چابهار بندر له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په دې برخه کې د نوي ډیلي د نښلونې مهمه لاره ده.

هغه افغانستان، هند او ایران ته وړاندیز وکړ چې د چابهار بندر په سیمه کې پر لوژستیکي تاسیساتو، اورګاډي ځغللیکې او هوايي ټرنسپورټ پانګونه وکړي او دا لاره د منځنۍ اسیا او اروپا پر لور په یوې مهمې دروازې بدله کړي.

هغه وویل چې ددې چارې لپاره هندي صادروونکي بانکي اسانتیاوو، د بیړیو تمځایونو، ګودامونو، او ورته نورو اسانتیاوو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې اسلام اباد تل د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو د پراختیا او اقتصادي سیاست مخنیوی کړی او په دې برخه کې یې د پراکسي وار یا نیابتي ډلو کار اخیستی او په افغانستان کې یې تل تخریبي فعالیتونه ترسره کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button