اړوند خبرونه:
د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم
د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه
زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده
هند د افغانستان د شمالي ولایتونو د وروستۍ زلزله ځپلو ته د خوراکي توکو مرسته استولې ده.
د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر پر اېکس لیکلي، نن (دوشنبه) له ماسپښین وروسته یې له خپل افغان سیال، امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي او د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
جی شنکر په خپل اېکسپانه کې زیاته کړې چې د هندي ولس او افغان ولس ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د لا زیات ښه کېدو په حال کې دي.
تېره شپه یوه بجه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې شمالي ولایتونه په ځانګړي ډول بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونه ولړزول.
د وروستیو مالوماتو له مخې په بلخ او سمنګان کې وروستۍ زلزلې نږدې ۷۰۰تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلخ او سمنګان ځايي چارواکو ویلي، چې د تیرې شپې زلزلې له امله تر ٦٦٠ کسان ژوبل شوي او شاوخوا ٤٠ تنو ژوند بایللی دی.



