سیمه

هند وايي چې زموږ برانډ «ټکنالوژي»، خو د پاکستان برانډ «ترهګري» ده

د هند د بهرنیو چارو وزیر «سوبرامانیام جي‌شنکر» د ګجرات ایالت په یو پوهنتون کې د وینا پرمهال د پاکستان د «ترهګرۍ پالنې» پر پالیسیو توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې اسلام آباد دا ځل د ترهګرۍ په هغه جال کې راګیر شوی چې په نورو هیوادونو کې یې د بې‌ثباتۍ د رامنځته‌کولو لپاره غوړولی و.

جي‌شنکر د ترهګرۍ د ملاتړ په برخه کې د پاکستان «خطرناک رول» ته په اشارې دا چلند د پاکستان د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ بللی او د پاکستاني حکومت دا پالیسي یې د هندي حکومت له پالیسیو سره په ټکر کې بللې ده.

د هند د بهرنیو چارو د وزیر دا توندې نیوکې په هندي رسنیو کې په پراخه کچه خپرې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې نوي ډیلی په اقتصادي او تخنیکي لحاظ یو ښه مستحق نړیوال مقام ترلاسه کړی، خو پاکستان لا هم له ورته «زوړ سناریو» څخه کار اخلي. د هغه په ​​وینا: “نن ورځ زموږ برانډ ټیکنالوژي ده، خو د دوی (پاکستان) برانډ ترهګري ده. که ترهګري رامنځته شي، موږ به ځواب ورکړو، خو ولې باید خپل قیمتي وخت پرې ضایع کړو؟”

د NDTV په راپور کې د جي‌شنکر په حواله ویل شوي چې په افغانستان کې د دوه‌ګوني لوبې په کولو سره، په ورته وخت کې د طالبانو ملاتړ او د هغوی له مخالفینو سره د همکارۍ له لارې، پاکستان ځان په هغه ترهګرۍ کې ګیر کړی چې له کلونو راهیسې یې پالنه کړې وه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پر «خطرناکې ماضي» نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د خپلو ویجاړونکو پالیسیو په پریښودو کې پاتې راغلی. “هند بدل شوی. کاش موږ ویلای شوای چې پاکستان هم بدل شوی دی، خو له بده مرغه دوی په ډېرو اړخونو کې خپل بد عادتونه لري.”

دا هم ولولئ:  سي ای اې: په ایران کې چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان کړې

د ویلو ده چې هند تر دې مخکې هم بار بار پاکستان د «ترهګرۍ تمویلوونکی» هېواد بللی او د دوی پر پالیسۍ یې توندې نیوکې کړې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button