سیمه ییز خبرونه

هند ولې له خالصتان غورځنګ ویره لري؟

هند داسې ښکاري چې د خالصتان له غورځنګ ویره لري او ددې غورځنګ د ورکولو لپاره هر ډول امکانات کاروي

هرډیپ سینګ نیجار هغه سیک بېلتونپال مشر و چې د خالصتان په نوم خپلواک هېواد لپاره یې هلې ځلې کولې او څو میاشتې مخکې د کاناډا په بریټیش کولمبیا کې ووژل شو.

د خالصتان غورځنګ رامنځته کېدل او موخې

خالصتان غورځنګ له هند بېل خپلواک سیک هېواد غواړي او دا نظریه پر ۱۹۴۷ کال د هند او پاکستان د خپلواکۍ له وخت راهیسې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پنجاب سیمه بېلېدله روانه ده.

سیک مذهب په ۱۵ زیږېزه پېړۍ کې جوړ شوی او دا مهال نږدې ۲۵ میلیونه پیروان لری. سیکان که د هند د پنجاب اکثریت جوړوي، خو د د دغه هېواد لږکي دي او د ۱.۴ میلیارده وګړو دوه سلنه برخه یې جوړوي.

سیک بلیتونپال د خالصتان – چې د خالص یا سوچه مانا لري – په نوم په پنجاب کې د خپلواک هېواد غوښتنه کوي.

دا غوښتنه بیا بیا شوې او ډېره اوڅاره یې د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو وه چې له امله یې تاوتریخوالی جوړ او پنجاب د یوې لسیزې لپاره فلج شو.

د خالصتان غورځنګ پر وړاندې د هند عکس العملونه

د هند حکومت خالصتان یو امنیتي ګواښ بولي. د دغه حکومت او سیک بېلتونپالو ترمنځ خونړی ټکر پر ۱۹۸۴ کال پېښ شو.

بیا د هند لومړي وزیر اندرا ګاندي د سیکانو تر ټولو سپېڅلي زیارت طلايي مندر ته پوځ ولېږه چې وسلوال بېلتونپال مشر سنټ جرنیوال سینګ بهندرنوال او ملاتړي یې وباسي. دغه کار د ټولې نړۍ سیکان غوسه کړل.

څو میاشتې وروسته ګاندي په نوي ډېلي کې په خپل کور کې د خپل سیک ساتونکي له خوا ووژل شو.

پوځ هم د سیک وسلوالو د شړلو لپاره پر ۱۹۸۶ او ۱۹۸۸ کال په پنجاب کې عملیات وکړل.

نور ولولئ: د هند د خپلواکۍ ورځ؛ مودي مانیپور ایالت کې پر تاوتریخوالي خبرې کړي

سیک وسلوال د هند هوايي کرښې هغه بویینګ الوتکه کې په چاودنه تورن شول چې له کاناډا څخه نوي ډېلي ته روانه وه او له ایرلنډۍ سمندرغاړې سره نږدې پکې چاودنه وشوه او له امله یې ۳۲۹ کسان ووژل شول.

په پنجاب کې د تاوتریخوالی له امله لسګونه زره کسان ووژل شول او لا هم د هغه وخت ټپونه جوړ نه دي.

خالصتان غورځنګ اوس په هند کې لږ ملاتړ لري، خو په کاناډا کې چې له پنجاب بهر پکې ډېر سیکان اوسېږي او همدارنګه بریتانیا، اسټرالیا او امریکا کې هم د دې مذهب د ډلو څه ناڅه ملاتړ ور سره شته.

په اوسني وخت کې د هند اندېښنه

سږني اپرېل کې هند د ځانګړي انداز مبلغ او بېلتونپال امرتپال سینګ د خالصتان نظریې د بیا ژوندي کولو په تور ونیو چې له امله یې بیا پنجاب کې تاوتریخوالی جوړ شو.

سږ کال هند پر کاناډا له دې امله نیوکه وکړه چې د اندرا ګاندي د ترور انځوریزې صحنې پرېډ ته یې ولې اجازه ور کړې ده. نوي ډېلي د اوتاوا دا کار د سیک بېلتونپالو د تاوتریخوالي د ستایلو په مانا وباله.

نور ولولئ: د کاناډايي سیک وژنه؛ کاناډا په کې احتمالا هند ښکېل بولي

هند په کاناډا، بریتانیا، امریکا او اسټرالیا کې د خپلو ډیپلوماټیکو ماموریتونو مخ ته سیک بېلتونپالو او د دوی د ملاتړو له خوا رسېدلي زیان او د دوی مظاهرو نارام کړی او له کوربه هېوادونو ورته د لا ډېر امنیت غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هند او کاناډا تر منځ اړیکې هغه وخت ترینګلي حالت ته لاړې چې کله کاناډا کې هردیپ سینګ نیجار د نامعلومونو کسانو له خوا ووژل شو او د کاناډا صدراعظم وايي چې په دې کې د هند استخباراتو لاس و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button