سیمه

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

اړوند خبرونه:

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

د هند هوایي ځواک د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب ایالت پر ځینو سیمو توغندیز او ځانمرګي ډرون بریدونه کړي چې تر دې دمه د ۸ کسانو د وژل‌کېدو راپورونه ورکړ شوي دي.

هندي رسنیو د خپلو چارواکو له قوله دا بریدونه د «سندور عملیات» په نوم ښودلي او ادعا یې کړې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او همداراز د پنجاب ایالت په «بهاول پور» سیمه کې یې د «لشکرطیبه» مرکز په نښه کړی دی.

بلخوا د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف ویلي چې د هند تر دې برید وروسته د هند شپږ الوتکې نسکورې کړې، او لومړي وزیر، شهباز شریف بیا خبرداری ورکړی چې دا برید به بې‌ځوابه نه پرېښودل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر دا هم ویلي چې د پاکستان ولس او ځواکونه پوهیږي چې څه وکړي او له «دښمن» سره څه ډول چلند وکړي.

پر پاکستان د هند دغه برید د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه پارولي او له دواړو هېوادونو غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي پراخېدو ته زړه ښه نه کړي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د هند له لوري پر پاکستان برید ته په غبرګون کې ویلي، دوی هیله لري چې دا کړکېچ به ژر پایته ورسېږي، ځکه په وینا یې چې هند او پاکستان له اوږدې مودې یو بل ته ګوته پر ماشه دي.

پر پاکستان د هند له برید وروسته د هندي رسنیو په راپورونو کې همداراز ویل شوي چې د هوايي حریم د بندیزونو له امله د دغه هېواد کشمیر په جمو او سرینګر، جودپور، امرېتسر، چندیګړ او راجکوټ ښارونو ته الوتنې ځنډول شوې دي.

د ویلو ده چې هاخوا د پاکستان په پنجاب کې بیا نن (چهارشنبې) ټول ښوونیز او تحصیلي بنسټونه تړل شوي او د دوی امنیتي ځواکونو ته د «تیارسئ» امر شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button