سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

هوټلونو ته د امربالمعروف نوی امر

د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر په کابل کې د هوټلونوغوښتنه کړې چې ودونو کې دې موسیقي نه غږوي

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،‌ کابل ښار کې یې چارواکو د “ودونو هوټلونو له مسوولینو سره په یوه غونډه کې غوښتي چې د واده او نورو خوښيو په مراسمو کې د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي.”

که څه هم د طالبانو حکومت له وړاندې په ډېرو ولایتونو په ودونو کې د موسیقۍ غږول بند کړي، خو دا ښايي‌ د خپلې بڼې لومړی ځل وي چې په کابل کې د هوټلونو له چارواکو د موسیقۍ پر بندېدو ټینګار کوي او رسمي خبر پاڼه خپروي.‌

په خبر پاڼه کې راغلي، په ودونو کې دې “د موسیقۍ او نورو هغو شیانو له غږولو دې ډډه وشي چې له اسلامي او شرعي احکامو سره په ټکر کې وي.”

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف زیاتوي، “د هوټلونو مالکانو ته پخوا هم ویل شوي وو چې د شریعت دغه امر دې پر ځای کړي.”

د سرغړونکي سزا معلومه نه ده

ښاغلی عاکف وايي، چې ودونه هم باید د ده په ټکو بايد له اسلامي اصولو سره برابر وي. خو نوموړي دا ونه ویل،‌چې که د دوی له سپارښتنې څوک سرغړونه وکړي، سزا به یې څه وي.

د امربالمعروف په اعلامیه کې د هوټلونو له چارواکو دا غوښتنه هم شوې چې، “د دغه وزارت له مقرراتو سره سم عمل وکړي او پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کړي.”

نور ولولئ: د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړې دي

د طالبانو حکومت په خپله لومړۍ دوره واکمنۍ کې هم موسیقي بنده کړې وه او د “شریعت خلاف” یې بلله.

د ۲۰۲۱ له اګست وروسته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د افغانستان ګڼ شمېر سندرغاړي له دغه هېواده ووتل، ځینې پاکستان ته کډه شول او یو شمېر یې نورو هېوادونو ته ولاړل.

پاکستان ته ځینې کډه شویو افغان سندرغاړو تېر کال له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ویلي وو، “ژوند یې له کړاوه ډک دی.”

هغوی دا هم ویلي وو چې له کډوالۍ وروسته یې “روزګار ډېر خراب شوی دی.” د دغو سندرغاړو ګڼو یې په ودونو او د خوښیو په مراسمو کې ټنګ‌ ټکور کاوه.‌

په افغانستان کې د موسیقۍ هنر زوال

تېرو نژدې ۲۰ میاشتو کې، د افغانستان د موسیقۍ انسټیټیوټ په ګډون په کابل پوهنتون کې د ښکلو هنرونو پوهنځي‌ کې د موسیقۍ د زدکړو څانګه هم تړل شوې او ګڼ استادان یې له افغانستانه وتلي‌ دي.‌

د طالبانو د حکومت دغه ډول بندیزونو او غوښتنو سره د افغانستان د موسیقۍ صنعت چې تېرو دوو لسیزو کې د غوړېدو په حال کې وو،‌ اوس د بشپړ پرځېدو له ګواښ‌ سره مخامخ دی.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button