هنر او ادب

هیله/ راضیه

مور مې د کړکۍ پرده کش کړه، د لمر ړنا زما سترګو ته برابره وه. هوا لږ بدله شوې وه. د لمر ګرمي خوند کاوه. زړه مې نه وو چې له خپله ځایه پورته شم. نن سهار هوا ډیره ښه وه خو زه ښه نه وم. پاڅېدم ائينې ته مخامخ ودرېدم. خپل اوږده وښتان مې وتړل، چې ائينې ته ورنیږدې شوم د مخ سرخي ته مې پام شو، ډیره ښکاریده، مور ته مې مخ کړ:

-ادې دا سرخي خو نه ده ورکه شوې، زه په دې حال نن څنګه دارلمعلمین ته لاړه شم؟

مور مې زما مخ ته په ځير وکتل، ویې ويل:

-وه لورې، ولې بې‌ځايه ضد ورسره کوې؟ ښه پوهېږې چې پلار دې اجازه نه درکوي. همدا دارلمعلمين ووايه، همدې کې به دې خير وي.

مور مې خواته راغله، زما پر مخ یې ګوتې تېرې کړې ویې ويل:

– ولې دې بېګاه ورته وويل چې دارلمعلمين نه وايم، ښه پوهېږې چې وهي دې.

په ډک ستوني مې مور ته ځواب ورکړ:

-ادې دا زما هیله نه ده، زما مجبوریت دی. زه غواړم ډاکټره شم.

مور مې راته ځير وه، ویې ويل:

-اوس که مجبوریت یې بولې یا بل څه. همدا دې حال دی، ګذاره کوه. تندی تریو مه نیسه. هله لورې ځه نو مور دې مه ځوروه.

مور مې يو ځل بیا زما د مخ سوروالي ته ځير شوه، ویې ويل:

-درد خو به نه کوي؟ خدای دې د ده لاس مات کړي چې دومره دې وهي.

ما پر خپل مخ لاس تېر کړ، مور ته مې وکتل:

-درد یې بلا ورپسې ادې، خو دا سرخي به یې څنګه شي؟

-ماسک ووهه لاړه شه.

نن اوله ورځ ده چې بايد دارلمعلمین ته لاړه شم، خو هیڅ انګیزه نه لرم.

زما هیله دا نه وه، نه هم زما خوښه وه. زه مجبوره وم چې د خپلې کورنۍ انتخاب ومنم. ما دا هرڅه يوازې يوه ازموينه بللې ده، نيت نه لرم چې دومره زر له خپلو هيلو لاس واخلم.

زما د مور مبايل ته زنګ راغئ، دې ماته راغږ کړ:

-راشه ملکې زنګ وهلی.

ملکې چې زما غږ واورېد، سمدلاسه یې راته وويل:

-اواز دې ولې داسې دی؟ ناجوړه یې؟

ما خبره تېره کړه. دې رانه وغوښتل چې هغه حجاب واغوندم‌ چې دې راته اخيستی و. ما ومنله، که دې ويلي هم نه وی، ما همغه حجاب اغوسته، ځکه دا مې ترټولو نوی حجاب دی. مبايل مې کېښود، تېر يادونه مې په ذهن کې يو يو تېر شول. هغه وخت چې ملکې به ښکلې جامې اغوستې او ما به خپل زوړ حجاب اغوسته. يو ځل مې چې پلار ته د نوي حجاب ويلي و، غوسه شوی و او ويل یې همدا حجاب دې لا يو کال نه دی شوی چې اغوندې یې.

د ملکې زما ستونزې ته پام و، خو ماته یې مخامخ نه یادوله. بیا خپله تللې وه ښار ته، ماته او ځانته یې یو قسم حجابونه اخيستي وو. په داسې شکل چې زه خفه نه شم او زړه کې مې څه را ونه ګرځي، راته ویې ويل:

-د متعلمي اخري کال دی زه غواړم زه او ته یو قسم ښکاره شو ټول باید پوه شي چې زه او ته نږدې ملګرې يو.

ما حجاب ومانه ځکه‌ نه مې غوښتل ملکه رانه خفه شي.

د مکتب د دورې يادونه مې په ذهن کې تېرېدل، پام مې شو چې ناوخته شوې، په بيړه مې ځان چمتو کړ.

د سرای دروازه وټکیده، ملکه وه. ریکشا کې کېناستو. هغې خبرې او کیسې کولې خو زه غلې وم. ملکې وويل:

-وه هيلې بیا ولې داسې ډوبه یې؟

-زه نه غواړم دارمعلمین ووایم زړه مې غواړي غټو غټو ځایونو ته ځان ورسوم، دا زما لاره نه ده ملکو.

ملکې راته وکتل او ویې ويل:

– خدای به یې درته برابر کړي، د هر څه لپاره زړه مه خوره. ته اخر ځان لیونۍ کوې.

دواړه غلې شوو خبرې مو نه کولې، لاره لږ پاتې وه. هره دقیقه مې تشویش زیاتېده.

ټولګي ته ورسېدو، کېناستو. د ټولګلي دروازه وټکېده. پام مې د ټولګي دروازې ته شو بیا د فکرونو له نړی څخه ووتم. یو پنډ لنډ سړی ټولګي ته راننوت، ځان يې د دارلمعلمین ریس وښود. ټولو محصلینو سره یې ستړي مه‌شي وکړل او د دارلمعلمین د لومړۍ ورځيې مبارکي یې راکړه.

نن ورځ همداسې خوشي تېره شوه او څوک ټولګي ته رانغلل. د رخصتۍ وخت شو او زه بیا د کور خواته تلم. نن ورځ څومره ژر تیره شوه، د کور د ستونزو حوصله مې هیڅ نه درلود. خو بیا هم مجبوریت و. زړه مې نه غوښتل چې کور ته لاړه شم، په همدې دارمعلمین راضي وم. چې ټول عمر همدلته پاتې وی ښه وه. ناڅاپه د ملکې غږ شو:

-بیا فکرونو کې ډوبه یې؟ هرڅه چې دي راته ووایه د مکتب وخت کې هم همداسې غلې وې او اوس هم غلې او ډوبه یې؟ اخر څه خبره ده؟

ملکې ته مې وخندل:

-سمه ده ګلې، نور به داسې غلې نه اوسم، کیسې درسره کوم.

کور راباندې ښه نه لګېده. د زړه خبرې مې هم چاته نه‌شوی ویلی. ان ملکې ته هم، ځکه د هغوی کورنۍ کې دا خبرې نه وې هیڅکله د کور پر ښځو چا لاس نه پورته کاوه. ترې شرمیدم چې ووایم وهل مې خوړلي. سترګې مې ډکې شوې. په ناچارۍ سره راغلم کور ته.

د عادت له مخې اشپزخانې ته ننوتم. بیخي سمه ننداره وه پکې.

د سهار د چای ناولې پیالې، د غرمې د ډوډۍ لوښي ټول ايښي وو. دا زما د هرې ورځې کار وو. په چوپه خوله کېناستم، ګوشکي مې په غوږو کړه سندره به مې ځان سره ویله او په ناستو د لوښو د پریولو په حال کې ګډیدم. خپل کار مې کاوه، ځان سره مې وويل:

-د کور مشره لور چې وې نو داسې وړو وړو خبرو ته د ګيلو او خپګان وخت نه وي. زه يوه ګيله لرم هغه نو چا واورېده چې دا به اوري.

کارونه مې خلاص شول، راغلمه کوټې ته چې دمه واخلم. د مور اواز مې تر غوږ شو چې غږ راته کوي. ورغلم، د مخامخ همسایه لورګانې راغلې وې چې ویښته یې ورته تیار کړم، واده ته تللې. زما مور د هغوی د سینګار کار خلاص کړی و، خو زما د مور په ارايشګاه کې د ويښتانو جوړل او ډیزاین زما کار و. د هغوی ویښته مې د دوی په زړه جوړ کړل. ټولو د وېښتانو د ډيزاين ستاينې کولې. که حقیقت ووایم ما د هغوی په ډیرو صفتونو لږ ګرمي احساس کړه. یوې نجلۍ راته وکتل او ویې ويل:

-وه نجلۍ دا غنم رنګ مخ دې څنګه سور شو؟

زما جواب هم د ژبې پر سر وو:

-تاسې ته مې ویلي چې زما مخې ته زما صفت مه‌کوئ، شرمیږم.

یوې غږ وکړ:

-ننوځه د میز لاندې چې ستا صفتونه خلاص شول بیا راپورته شه.

ټولو وخندل، ماته هم لږ خندا راغله.

زما کار نور خلاص شوی و، مور ته مې وکتل او د تلو د اجازې اخیستلو لپاره مې اشاره ورته وکړه. هغې په لوړ غږ راته وویل:

-ورځه چې اوس دې دا کوټه خوري.

له کوتې نه ووتم، د ماښام لمونځ قضا کیده. د شپې دېګ مې هم نه وو پوخ کړی.

زړه مې لړزېده:

-بیا به د شپې ډوډۍ ناوخته تياره شي، خدایه مرسته راسره وکړه.

خپل د زړه درزا مې اوریده، په ځغاستو اشپزخانې ته لاړم. په تلوار مې هر څه تیار کړل.

د دسترخوان د غوړولو وخت شو، ټول یو ځای ناست وو. ډوډۍ مو خوړله. ښایسته ارامي وه. ټول غلي او ارامه ناست وو. پلار مې وویل:

-پخلی چا کړی؟

نرګس وویل:

-د هيلې نوبت و.

پلار مې راته وویل:

-دا څنګه وریجې دي؟

زما يو دم له خولې ووتل:

-څه شوي دې وريجو باندې؟

سر مې همغسې ټیټ و، ډوډې مې خوړله چې یوه ګرمي مې په مخ باندې احساس کړه. په سترګو مې تياره شوه. د ورور پر اوږه مې لاس ونیوه.

پلار مې په چیغو راته وویل:

-د پدرنالتي لورې! ته اوس ماته جواب راکوې؟ چې خپلې مخې ته مې نه وی پرېښی ولې به داسې کېدې.

ما هیڅ ونه ويل، مور مې ژر د پلار لاسونه ونیول:

-وه سړیه د خدای روی وګوره دې خو داسې څه درته ونه ويل چې غوسه شوې.

پلار مې مور ته بد بد وکتل، ویې ويل:

–    دا ټوله تا داسې کړې ده، هر وخت یې پلوي کوې.

ما غلي وويل:

-پلاره ما کله ژبه وهلې، یوه پوښتنه وه چې پوهه شم د وریجو ستونزه څه ده چې بل ځل داسې نه‌شي رانه.

را وغورځیده چې بیا مې ووهي، ما وځغاستل. د بلې کوټې د دروازې شاته پټه شوم، هملته راپسې راغی.

-تا د خرې لور ته وایم چوپه اوسه، زه چې خبرې کوم ته لا هم ژبه وهې.

زه یې د لاس و پښو لاندې ورکه وم تر هغه اخري زوره پورې يې ووهلم. ما لاسونه پر خپل مخ نیولي وو چې مخ مې ژوبل نه‌شې. مور او ورور مې ځانونه راورسول د هغه لاسونه یې ونیول او د کوټې څخه یې وایست.

چغي یې راباندې وهلې، ښیرا یې راته کوله. تل یې ویل ته به هیڅ وخت د بریا مخ ونه وينې.

د کوټې په يوه کونج کې غلې کېناستم، له ځان سره مې فکر کاوه:

-د یوې نجلۍ تر ټولو لويه مینه او تکیه ګاه د هغې پلار وي. هغه انسان چې یوه نجلۍ تر ټولو نارینه وو ډېر باور پرې کوي او د هر خطر څخه هغه ته پناه وروړي هغه پلار دی. زه د خپل پلار د ښیراوو او وهلو له لاسه چاته پناه يوسم؟

کوچنی ورور او خورکۍ مې راته ولاړ وو، د دوی په مخ کې مې نه ژړل، چې فکر ونه کړي چې مشره خور مو دومره کمزورې ده چې داسې ژر په ژړا شوه.

پلار مې بیکاره وو باید یو مصروفیت ورته پیدا شوی وی او زموږ وهل ډیر ښه مصروفیت و.

د خوب وخت و. لاړم خپله او د ماشومانو بسترې مې تیارې کړې.

په خپل بستر کې مې ډیر وژړل، هغه يوازینی ځای وو چې ما راحت ژړل. هیڅ پوهه نه‌شوم چې څنګه خوب وړې وم.

ګډوډ غږونه مې اورېدل، سترګې مې په زوره خلاصې کړې . مور مې وه:

-وه نجلۍ پاڅه چې د لمانځه وخت دی.

سترګې مې پړسېدلې وې، ځان ته مې حرکت نشوی ورکولی. وجود مې تیکه تیکه وو ملا مې درد کاوه. اوږو مې یاري نه راسره کوله. کمزورې شوې وه. تر خولې مې د اخ کلمه ووته د مور مې راته پام شو. سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، زما لاس یې ونيوه او زه یې له ځایه راپورته کړم. راته ویې ويل:

-تللی شې که درسره لاړه شم؟

-تلی شم مورې، فقط لږ درد کوي، لاس او پښې خو مې نه دي مات.

مور مې زما سترګو ته وکتل، غلي یې وويل:

-خدای ته وګوره لورې، داسې مه کوه. سل ځله مې درته ويلي چې ژبه مه ورسره وهه. که د خپل ځان غم نه کوې زما په خاطر نور داسې مه کوه. که داسې وکړې یوه ورځ به دې لاس او پښې هم درمات کړي.

زه روانه شوم، ومې ويل:

-مات یې دې کړي مورې خو ته زړه مه خوره زه اودس کوم ته دې هم لمونځ وکړه.

په پټه د غلو په شان مې اودس وکړ، چې پلار سره مې هیڅ مخامخ نه‌شم.

شکر هیڅ مخامخ نه شوو.

لمونځ مې په ډیرو ګیلو خلاص کړ، خدای ته مې تل دعا دا وه چې یوه غټه ډاکټره شم.

زما کورنۍ ته زما غټه وظیفه درلودل ننګ وو، ویل یې که نجلۍ غټه وظیفه ولري دا به مغروره شي او زموږ د پریکړو په وړاندې به ودریږي او یا دا نجلۍ که په روغتون کې وظیفه ولري دا به هلته د شفاخانې له ټولو ډاکترانو سره جوړه وي. زما فکر له دوی سره فرق لري.

دا فکرونه مې ډیره ځوروي. بیخي دا حس راته پیدا شوی چې زه په رښتیا داسې انسان يم. له ځانه مې هر وخت دا پوښتنه ده چې وه نجلۍ ته همداسې ذات لرې؟

زما کورنۍ وایي ته ښه یې خو شرایط بد شوي، زمانه او خلک یې غلط او خراب دي.

زه دا وایم چې که کورنۍ خپلې لور ته دا ووایي چې لورې ورځه خپلو هیلو ته ځان ورسوه. موږ دې تر شا ولاړ یو. که زمانه او خلک یې خراب شوي ته خو به ښه یې. موږ په تا پوره باور لرو.

د دې ویل زړه کې ډاډ پیدا کوي چې پوهه شې کورنۍ دې درباندې ویاړي او باور درباندې لري، نو دې وخت کې بیا پر غلطه لار نه‌شې تللی.

پلار مې وختي وتلی وو کوټې ته ورغلم سهار چای مې څښه، مور ته مې مخ کړ:

– ادې کاشکي یې پرېښی وی اوس به د ډاکترۍ درس ته روانه وم.

مور مې سوړ اسویلی وايست:

-وه لورې ولې ضد کوې؟ نه دې ماما اجازه درکوي نه دې پلار. ولې هره ورځ د دې خبرې په یادولو زما زړه هم خفه کوې ؟

ما غلي وويل:

-که پلار مې اجازه راکړې وی، ماما څه نه ویل.

-لورې په دې خبرو پسې سر مه خوږوه، هله پاڅه ریکشا دې راغله، ورځه پوهنتون ته دې.

-ادې، دې ته نو پوهنتون مه وايه دارلمعلمين دی، دارلمعلمين.

پوهنتون ته روانه شوم، داسې مې احساس کړه لکه په دې ټوله نړۍ کې چې يوازې وم. په لاره کې مې د ښار خلکو ته‌ پام شو. هر څوک په یو کار لګيا وو. يوه ګاډۍ درلوده، جوار یې پخول. بل د سړک غاړې ته غلی ناست وو تیل یې خرڅول. یوه چغې وهلې چې تازه میوه لرم، هلئ راشئ چې ارزانه دي. هر چا تر خپله وسه هڅه کوله چې ځان د ژوند له ازموینې بریالی وباسي. شاید دوی هم مجبوره و چې دا کارونه وکړي. پوهه شوم چې دې نړۍ کې یوازې زه نه یم چې خپل د هیلو خلاف روانه یم، شاید دا خلک هم هر یو په زړه کې یوه غټه هیله لري او هغه هیله یې تر اوسه نه ده پوره شوې. شاید جوارو والا غوښتل زما په شان ډاکټر شي. خو هيله یې نه پوره شوې او یا هم شاید میوه پلورونکي غوښتل  د دې ګادۍ پر ځای یو غټ باغ ولري، خو هیله یې نه وي پوره شوې. شاید لا یې وخت نه و.

شاید دارلمعلمین ویل هم زما یوه ازموینه وي نن ونه شو خو سبا به حتما خپلې هيلې ته رسېږم. هیڅ وخت نه ناهیلې کیږم.

پای،

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button