ځایی

هېواد کې د نري رنځ ناروغي ۵سلنه راکمه شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د نري رنځ ناروغي ۵سلنه راکمه شوې ده

هاخوا بیا د غزني، زابل، پکتیکا او بادغیس ولایتونو له لرې پرتو ولسوالیو راپورونه دادي چې هلته روغتیايي خدمات راکم شوي او د ځینو کلینیکونو کار په ټپه درېدلی دی.

خو تازه د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په ټول افغانستان کې د نري رنځ (تبرکلوز) ناروغۍ کچه د تېر پرتله پنځه سلنه کمه شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هیواد کې د زونونو او ولایتونو په کچه د نري رنځ د تشخیص ۹۰ مرکزونه فعال دي.

tuberculosis (4)
په روغتون کې د نري رنځ ناروغان

د ۲۰۲۳ کال پرتلنه

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن سه شنبه د (وري اوومه) د طالبانو د عامي روغتیا وزارت د مسوولانو له قوله یو راپور خپور کړی او پکې ويلي یې دي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال پرتله په ټول افغانستان کې د نري رنځ ناروغۍ په کچه کې پنځه سلنه کموالی راغلی.

نور ولولئ: عامې روغتیا وزارت: تېر کال د کانګو ناروغۍ ۱۱۴ کسان مړه کړي

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

دا هغه ادعا ده چې د روغتیا په برخه کې په سیمه ییزه او نړېواله کچه روغتیايي سازمانونو نه ده تاييد کړې.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان له یاد ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې تېر ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې ۴۹ زره او ۵۳۳ د نري رنځ مثبتې پیښې ثبتې شوې چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۵،۵ سلنه دغه پیښې کمې شوې دي.

tuberculosis (5)

په ولایتونو کې ددغه وزارت خدمات

زمان زیاتوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دا مهال ۸۷۳ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې د دوی په وینا خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

روغتیاپالان وايي، نری رنځ هغه تنفسي ناروغي ده چې په اخته کېدو سره یې ناروغ مړه تبه، ځان درد، دوامدار ټوخی او وزن له لاسه ورکوي چې له یو څخه بل ته د ساه اېستلو او ګډ لوښي کارولو له لارې لیږدي.

هاخوا بیا د غزني، زابل، پکتیکا او بادغیس په لرې پرتو ولسوالیو کې هغو کلینیکونو خپل فعالیت درولی چې د ځینو مؤسسو له لوري یې مالي ملاتړ کېده.

ددغه سیمو خلک وايي، دوی اوس روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دغه د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې روغتیايي خدمات ورته ورسوي.

خو طالبانو بیا تر دې مهال په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي چې په یادو سیمو کې روغتیايي خدمات د څه شي له امله ځنډېدلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button