سفر خبرونه

واشنګټن او اسلام اباد د افغان کډوالو په تړاو تازه خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې پاکستان ته ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال ریچارډ ورما د سفر او د پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د بیا میشتیدو په اړوند مسلو د بحثونو خبر ورکړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته جنورۍ ۱۲ ( مرغومې ۲۲) ویلي چې په دغه وزارت کې د مدیریت او سرچینو د چارو مرستیال ریچارډ ورما د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له اتمې ورځې څخه تر ۱۲ ورځې پورې اسرائیل، اردن،عراق او پاکستان ته په سفر تللی وو.

ویډیو: دا راپور هغه مهال خپور شو چې پاکستان د ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه.

خبرپاڼه کې ویل شوي: “د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما په اسلام اباد کې د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا پرمختګ او د علاقې وړ او د ګډې همکارۍ اړوند مسلو په اړه هراړخیز بحثونه کړي دي”.

نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

نور ولولئ: ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو تر منځ پر ویره اندېښنه وښوده

نور ولولئ: له پاکستانه د جبري ایستل شوو افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

په دغه خبر پاڼه کې ویل شوي چې ریچارډ ورما د پاکستاني چارواکو سره د کتنې سربیره د نړیوالو سازمانونو او له هم نظرو شریکانو سره هم کتلي او د هغو افغانانو څخه د ملاتړ په اړه یې چې امریکا متحده ایالاتو او یا د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی د امریکا په ژمنو ټینګار کړې دی.

په خبر پاڼه کې ویل شوي:” د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما د زیانمنوونکو وګړو اوپه شرایطو برابرو افغانانو د بیا میشتیدو په اړه زمونږ د ګډې علاقې په اړه خبرې کړي دي”.

refugees
انځور؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر.

د افغان کډوالو د بیا مشتیدو د اړوند مسلو په سر د خبرو لپاره اسلام اباد ته ددغه لوړپوړي امریکايي چارواکي د سفر دمخه د ډسمبر څلورم(لیندۍ ۱۳) هم یو امریکايي پلاوۍ د پاکستاني چارواکو سره د زیانمنوونکو افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.

د وګړو او کډوالوپه چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیټا والزنویس په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د غیر دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو د استازو سره هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد هغه افغان کډوال له پاکستان وویستل شول، په ۲۰۲۱ کال کې له طالبانو بیا واک ته له رسېدو دغه هېواد ته تللي وو چې اکثره یې پخواني نظامیان او لوړ پوړي چارواکي وو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button