اړوند مطالب:
ټي ټي پي: د پاکستاني پوځ عملیاتو کې لوړپوړی چارواکی مولانا طحه شهید شوی
د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان بلوچستان کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکي پوځ په نوم ډله او د مجید لېوا په نوم د دوی وسلوال یې د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړل.
امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر په سفر کې واشنګټن دا پرېکړه کړې ده.
بي اېل اې یا بلوڅ بیلتون پال پوځ بلوچستان کې د پاکستان پرضد تر ټولو ځواکمنه دله ده.
دا ډله پاکستان د خپلې صوبې د زېرمو په لوټلو تورنوي او وايي د ازادۍ لپاره جګړه کوي.
بلوڅ بیلتون غوښتونکي تېر مارچ کې هغه وخت ډېر مشهور شو، چې له کوټې پېښور ته پر تلونکي اورګاډي یې برید وکړ او پکې یې د پاکستاني پوځیانو په ګډون سلګونه کسان یرغمل کړل.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د اوسنۍ پرېکړې په دفاع کې ویلي، چې بي ایل اې د اور ګاډي د تښتولو مسوولیت ومانه چې د ده په خبره ۳۱ ملکي وګړي او امنیتي پرسونل یې ووژل او له ۳۰۰ ډیر د اورګاډي مسافر یې یرغمل کړل.
بلوڅ بیلتون پال هغه مهال ډېر مساپر خوشي کړل، خو ویې ویل چې د خپلو غوښتنو تر منلو به پاکستاني پوځیان یرغمل ساتي.
د پاکستان پوځ د دې یرغملو د خوشي کولو لپاره عملیات وکړل او ویې ویل، چې د ۳۲ وسلوالو په وژلو سره یې ۳۵۴ یرغمل خوشي کړل.
خو دې ډلې ویل، چې وسلوال یې له ۲۱۴ یرغملو سره تښتېدلي او وروسته یې ټول یرغمل وژلي چې د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو سره یې کار کاوه.