نړۍ

واشنګټن: د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې باید ژر پایله ورکړي

اړوند خبرونه:

متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ

د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده

د پاکستان او طالبانو تر منځ د عربي متحده اماراتو منځګریتوب

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د اوکراین او روسیې خبرې ژر تر ژره مثبته پایله ونه لري، واشنګټن به نږدې ورځو کې له دې «منځګړیتوب» څخه شاته شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي چې د اوکراین جګړې ښېکلې غاړې یوازې څو ورځې وخت لري چې په روانو خبرو کې د پرمختګ نښې خپرې کړې، خو ټینګار یې کړی چې که په مذاکراتو کې د دوی د پرمختګ څرګ ونه لیدل شي، امریکا به په بېړه دا منځګړیتوب پرېږدي.

مسکو او کي‌یف ته د امریکا دا خبرداری داسې مهال چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په اوکراین کې د پراخو نښتو راپورونه خپاره شوي دی.

د واشنګټن په خبره، څه موده مخکې د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره «د امریکا په منځګړیتوب» خبرې اترې پیل شوې، خو په اصل کې دا خبرې د سعودي عربستان په کوربه‌توب په مستقیمه توګه د روسي او امریکايي چارواکو ترمنځ وې، چې د اورکراین د ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي غوسه یې هم راوپاروله.

د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکايي او روسي چارواکو تر مخامخ مذاکراتو څو ورځې وروسته مسکو ویلي وو چې دوی په اوسنیو شرایطو کې د امریکا ټولې غوښتنې نه‌شي منلای، خو د دې جګړې د پایته‌رسولو لپاره یې د امریکا هڅې ګټورې بللې وې.

دا هم ولولئ:  د نړۍ ترټولو بډایه خلک

بلخوا هغه مهال د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي هم غوسه شوی و او خبرداری یې ورکړی چې د اوکرایني چارواکو له شتون پرته «پر اوکراین» هر ډول مذاکرات به بې‌ګټې وي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button