واشنګټن پوسټ: امریکا خپل عسکر تر١١ سپټمبره له افانستان نه وباسي

واشنګټن پوسټ: امریکا خپل عسکر تر١١ سپټمبره له افانستان نه وباسي.د امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټپه خپل راپور کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د کړي تړون خلاف خپل عسکر د سپتمبر د میاشتې پر یوولسمه نېټه له افغانستانه وباسي
د سپټمبر ١١ هغه ورځ ده چې د امریکا پر ستر تجارتي مرکز بریدونه وشول واشنګټن پوست د یوې دولتي سرچینې له قوله ویلي، چې بایډن به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي، د کومې له مخې چې به امریکايي عسکر د مۍ د میاشتې د لومړۍ نېټې پر ځای د سپتمبر د میاشتې په یوولسمه نېټه افغانستان پرېږدي.
تر دې مښکې امریکا له طالبانو سره په کړي تړون کې ژمنه کړې وه، چې ټول بهرني عسکر د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه وباسي؛ خو د امریکا ولسمشر بیا ادعا لري، چې له لوژستیکي او تخنیکي پلوه په یاده شوې نېټه د عسکرو ایستل ستونزمن دي.او نشي کولی چې خپل عسکر دومره ژر وباسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور د غځولو په اړه له طالبانو سره د مذاکراتو د دوام خبر ورکړی و؛ خو طالبانو په بیا، بیا ګواښ کړی، که بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه بهر نشي، په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي،

د ددوی له قوله، د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکایي لوري په غاړه وي.طالبان وای امریکا دې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او څه چې دغه تړون کې پرېکړه شوې ده باید هماغه باندې عمل وکړي. د دوی پر وینا دوی به تر هغې د افغانستان په اړه کوم کنفرانس کې ګډون ونکړي تر څو چې ټول عسکر له افغانستانه ونه وځي.