سپورټ

وردګو ولایت کې د غشي ویشتو ټورمنټ پای ته ورسېده

د وردګو ولایت چک ولسوالۍ په یوه لیرې پرته سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د غیش‌ویشتلو سیالۍ نن د «محمدیارخېل» لوبډلې په اتلولۍ پایته ورسېدې.

دا سیالۍ د کوچني اختر په دویمه ورځ د چک ولسوالۍ د «سېبکې درې» تر څېرمه پیل شوې وې او پایلوبه یې نن د کابل‌مېشت وردګ لوبډلې او محمدیارخېل لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دغو سیالیو کې د «باباکلا، چک، دورانخېل، شبشخان» په ګډون د غیش‌لوبې ‍۱۵ لوبډلو برخه اخیستې وه او اتلولي د ۲۳ نمرو په توپیر «محمدیارخېل» لوبډلې ترلاسه کړه.

د وردګو ولایت د سپورټ امر، ذبیح الله وهاج غېش‌لوبه یوه تاریخي سیالي وبلله او په وینا یې چې دغو ژمنیو لوبو په وروستیو کلونو کې ډېره پراختیا موندلې ده.

وهاج افغان‌ناو ته وویل: “هڅه کوو چې د غېش‌لوبې د پراختیا په موخه ورته تورنمنتونه جوړ کړو، تر څو د ځوانانو ترمنځ د امن او ورولۍ فضا رامنځته شي.”

په ورته وخت کې د یاد ولایت د چک ولسوالۍ د سپورټ کمېټې غړي، حسیب الله همدرد افغان‌ناو ته ویلي چې غېش‌لوبې د دوی له پلرونو او نېکونو ورپاتې سیالۍ دي او دوی یې د پراخولو هڅې پیل کړې دي.

همداراز د دې تورنمنت یو بل لوبغاړي او د «کابل مېشت وردګ» ټیم غړي، لیکوال احسان الله باباوال له افغان‌ناو په منننې یادې سیالۍ تاریخي وبللې او په وینا یې چې دا لوبې د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کوي.

د غشي ویشتو لوبه د ژمي په موسم کې د هېواد د سړو سیمو لوبه ده چې د دغو سیمو د اوسېدونکو د ساتېرۍ او یووالي په موخه ترسره کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button