افغانستانسیمه‌ییز

وروستۍ زلزله؛ د سمنګان «خلم» ولسوالۍ ته ژغورونکې ډلې ورسېدې

اړوند خبرونه:

د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم

د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

د تېرې شپې زلزلې له امله په سمنګان کې له اوښتې مرګ‌ژوبلې وروسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د یاد ولایت «خلم» ولسوالۍ ته ژغورونکي ټیمونه رسېدلي او خدمات پیل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې زلزله‌ځپلو ته د افغاني سرې میاشتې د ګرځنده ټیمونو، کارکوونکو او رضاکارانو له خوا د ټپیانو او شهیدانو پلټنې او د لومړنيو روغتيايي مرستو خدمات پيل شوي دي.

په سمنګان کې د تېرې شپې خونړۍ زلزلې له امله له ۱۰ ډېر کسان مړه او ۲۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي چې تېره شپه شاوخوا یو بجه د سمنګان ولایت د نخچیر په سیمه کې د زلزلې له امله لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۳۵۰ تنه مړه او ژوبل شوي

نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې تر دې دمه له ۲۶۰ ډېر ټپیان او له لسو زیات شهیدان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د سرچینې په وینا چې دا شمېرې لا هم د بدلون په حال کې دي، ځکه د ژغورنې ټیمونه لا هم په سیمه کې په فعالیت بوخت دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې روغتیایي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د رهبرۍ له خوا ټولو نږدې روغتونونو ته د بشپړې تیارۍ امر شوی دی.

دا هم ولولئ:  المرصاد: طالبانو کابل کې د داعش ډلې مرکز له منځه وړی

د زلزلې له امله د سمنګان ځینې سیمو ته جدي زیان رسېدلی، او چارواکي وايي هڅې روانې دي، څو ژر تر ژره له اغېزمنو شویو سره مرستې وشي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button