سفر خبرونه

ورک شوی پاکستانی خبریال پیدا شو

د عمران ریاض په نوم هغه پاکستانی خبریال چې څلور میاشتې ورک و، پیدا شوی دی

عمران ریاض خپلې کورنۍ ته ستون شوی او کورنۍ یې د هغه پر پیدا کېدو خوشاله ده او وايي چې څلور میاشتې یې یاد خبریال نه و لیدلی.

د پاکستان سيالکوټ سيمې د پوليسو په وينا خبريال او د خپرونو وړاندې کوونکې عمران رياض خان د شاوخوا څلورو مياشتو لادرکه کېدو ورورسته پيدا او خپلې کورنۍ ته ستون شوی دی.

نور ولولئ: کناري ټاپوګانو ته نږدې د ۲۰۰ کډوالو د لېږدونکې بېړۍ ورکېدل

د عمران رياض وکيل ميا علي اشفاق هم د هغه د پيدا کېدو پخلی کړی خو لا تراوسه هم دا خبره نه ده روښانه شوې چې دومره موده نوموړی چېرته او په څه حال کې و.

پاکستاني پولیسو د هغه د ورکېدو لامل نه دی ښودلی

ياده دې وي چې د روان کال د مې پر نهمه نېټه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د نيولو په غبرګون کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې او لاريونونه وشول چې په تړاو يې د دغه ګوند مشران او غړي ونيول شول.

په دې ورځ عمران رياض خان هم د سيالګوټ هوايي ډګر کې داسې مهال ونيول شو چې د چارواکو په وينا له هېواده بهر يې د تللو هڅه کوله.

نور ولولئ: یوه داسې الوتکه چې هېڅوک یې نه غواړي

تر نيول کېدو وروسته نوموړی د سيالکوټ پوليسو مرکز يوړل شو او له هغه ځايه د سيالکوټ زندان ته ولېږدول شو. د پوليسو په وينا د مې پر ۱۱ نېټه د سيالکوټ له زندانه تر خلاصېدو وروسته لادرکه شو.

یاد خبریال په تحریک انصاف ګوند پورې تړل و

عمران رياض خان په بېلابېلو تلويزيوني چينلونو کې د پروګرامونو د وړاندې کوونکي په توګه دنده ترسره کړې او د پروګرامونو د بڼې او محتوا له کبله يې د تحريک انصاف ګوند په کړيو کې شهرت درلود.

د نوموړي د لاردکه کېدو وروسته يې پلار د لاهور اعلی محکمه ته عريضه وکړه. قاضي عامر بټي د پنجاب پوليسو مشر ته د سپټمبر تر ۲۶ نېټې د نوموړي د موندنې وخت ور کړ او ويې ويل که چېری عمران رياض تر دې نېټې پيدا نه شي محکمه به په خپله يوه پرېکړه کوي.

د لاهور اعلی محکمې ته په سپارل شوې سي سي ټي وي ويډيو کې چې ځينو کسانو ليدلې بي بي سي ته ویلي، “د شپې ۱۱ بجې او پنځه دقيقې د سيالکوټ زندان مخې ته دوه موټر چې له ډېره وخته ولاړ وو، هلته له دریو مخ پټو کسانو يوه يې د عمران رياض پر اوږه لاس کېښود او موټر ته د تلو اشاره یې ورته وکړه.”

د پنجاب پولیس او د کورنیو چارو وزارت په محکمه کې د ورکړل شویو بیانونو له مخې، تر اوسه د دغو کسانو په نیولو نه دي توانېدلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button