ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په تاریخي سفر لاړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په کمساری سفر تللی دی
په دې سفر کې به پوتین په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې د نفتو پر سر بحثونو کې د اوکراین او فلسطین جګړې هم د بحث محور وګرځوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین متحده عربي اماراتو او سعودي عرب ته په یوه کمساري بهرني سفر تللی و.
ګمان کېږي، ښاغلی پوتین د اماراتو له مشر سره د غزې او اوکرایین جګړې او همدا راز د تېلو پر تولید بحثونه کړي دي.
متحده عربي امارات اوس مهال د ملګرو ملتونو د اقلمي بدلون اته وېشتمې سرمشریزې یا کاپ ۲۹ کوربه دی.
د جرمونو نړیواله محکمه او د پوتین د نیولو حکم
ښاغلي پوتین د مارچ له میاشتې راهیسې کله چې د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د هغه د نیولو امر صادر کړ، ډېر لږ له روسیې وځي. ټاکل شوی نوموړی د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د ایران له ولسمشر سره هم وګوري.
ای سي سي پر هغه په غیرقانوني ډول روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د وېستلو تور لګولی، چې جنګي جرم بلل کېږي. خو متحده عربي امارات او سعودي عرب دا محکمه په رسمیت نه پیژني.
د روسیې ولسمشر په اګست کې په سویلي افریقا کې د برېکس او په سپټمبر کې په هند کې د جي۲۰ سرمشریزې او ځینو نورو نړیوالو غونډو کې له ګډون کولو ډډه کړې.
دا سفرونه په داسې حال کې کېږي چې روسیه لېواله ده او هڅه کوي، د دغه هېواد د منزوي کولو لپاره د لویدیځ هڅې کمزورې کړي.
نور ولولئ: متحده عربي امارات د هغو ۱۰۰۰ فلسطیني ماشومانو لومړۍ جوپې ته هرکلی ووایه چې دا هېواد یې پالنه کوي
نور ولولئ: په نړیوال سیاست کې د متحده عربي اماراتو رول؛ پوتین اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي
په متحده عربي اماراتو کې د ښاغلي پوتین تود هرکلی د سپرو سرتېرو او د ګولۍ ضد موټرو له کاروان سره وشو، په داسې حال کې چې الوتکو په اسمان کې د روسیې بیرغ په رنګین لوګي رنګ کړی و.
د روسیې او متحده عربي اماراتو اړیکې
د روسیې مشر د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان ته ویلي، “زموږ اړیکې بې سارې کچې ته رسیدلي دي.”
سوداګري او تېل په متحده اماراتو کې د بحث وړ موضوعات دي. د کرملین له خوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي متحده امارات “په عربي نړۍ کې د روسیې اصلي اقتصادي شریک” دی.
د روسیې ولسمشر له عربي متحده اماراتو وروسته سعودي عرب ته تللی او له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره چې د دغه هېواد اصلا واکمن دی، لیدلي دي.
له محمد بن سلمان سره د تلویزیوني خبرو په ترڅ کې ښاغلي پوتین هغه ته د لیدنې لپاره مسکو ته بلنه ورکړه.
ښاغلي پوتین ویلي “هېڅ شی زموږ تر منځ د دوستانه اړیکو د پراختیا مخه نه شي نیولای.”
د سعودي ولیعهد ویلي، د دوی دوه اړخیزو اړیکو “په منځني ختیځ کې د ډیرو کړکېچونو په کمولو کې مرسته کړې ده.”
د روسیې او سعودي عربستان د مشرانو ترمنځ د لیدنې پر مهال د روسیې د چیچن جمهوریت جنجالي مشر رمضان قدیروف هم لیدل شوی دی.
د کرملین چارواکو اعلان کړی، ښاغلی پوتین د پنجشنبې په ورځ د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د غزې د جګړې په اړه خبرې کړې.