نړیوال خبرونه

ولسمشرغني:دوزارتونو ولایتونو او نوروادارو ترمنځ باید هماهنګي زیاته شي

ولسمشرغني:دوزارتونو ولایتونو او نوروادارو ترمنځ باید هماهنګي زیاته شي دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ له غرمې وړاندې د هرات له ولسوالانو او د سیمه ییزو ادارو رئیسانو سره لیدل کتل وشو.

دغه کتنه کې لومړی د هرات والي ښاغلي قتالي خبرې وکړې او هرات ولایت په ځانګړي ډول د هرات مصلی، جامع جومات او نورو تاریخي او فرهنګي سیمو بیارغاونې ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه او د هغه ولایت د عمومي وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل.وروسته د هرات د ښارجوړولو او ځمکو رئیس محمد فریدون د ښاري انکشاف چوکاټ کې د ښاري مدیریت لیدلوري په اړه د خپلو اهدافو او برنامو د تطبیق معلومات ورکړل وې ویل، دغه کار به د هرات ښار د تحول او منظم کېدو سبب وګرزي.

وروسته د هرات څارنوالۍ رئیس عبدالحق احمدي خبرې وکړې او د یادې ادارې د فعالیتونو د معلوماتو ترڅنګ یې وویل، د قانونیت، عدالت او انساني کرامت رعایت اصل د هغوی لومړیتوب دی، پراخ اصلاحات او له فساد سره یې مبارزه پیل کړې ده.د هرات د ګذرې ولسوال شیر اقا سروري د هرات د نورو ولسوالانو په استازیتوب خبرې وکړې

هغه وویل د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د ملاتړ ترڅنګ د ولسوالیو د امنیت تامین، د عام المنفعه پروژو د تطبیق، ملي دسترخوان برنامې او کارموندنې، د برېښنا تمدید، د څښاک اوبو، د روغتیایي خدمتونو ښه والي او په ولسوالیو کې پوهنې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ولسمشرغني:دوزارتونو ولایتونو او نوروادارو ترمنځ باید هماهنګي زیاته شي
ولسمشرغني:دوزارتونو ولایتونو او نوروادارو ترمنځ باید هماهنګي زیاته شي

وروسته ولسمشر غني وویل، د هرات والي عبدالوحید قتالي په هرات کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی دی او د دې ولایت ټولې ادارې باید د هغه د اوامرو متابعت وکړي.جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د نظام د راتلونکي په اړه اندېښنه ستاسو کار نه دی وویل، ستاسو کار خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول دي، اساسي خبره په افغانستان پورې اړه لري، واحد، خپلواک او ولسواک هیواد چې د اساسي قانون پر اساس به پر مخ وړل کیږي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button