نړیوال خبرونه

ولسمشرغني:دولت اوسياسي څېرې سولې ته ژمن دي

د افغانستان ریس جمهور اشرف غني وايي، چې افغان دولت او سياسيون په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسېدو لپاره په یو اتفاق دي.هغه زیاته کړه چې ټول سیاسیون د سولې د تامین لپاره سره یو لاس او یو خله شي ترڅود سولې په راوستلو کې نور هم سرعت راشي.

د ولسمشرۍ مانړۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې زکر شوي چې د ولسمشرغني نن د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي خليلزاد سره ناسته وکړه ، په دغه ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون درلود. دغه ليدنهپرون  مازديګر په ارګ کې شوې ده، چې د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې اترې پکې کړي دي.

خليلزاد چې له دې وړاندې ېې د پاکستان لوى درستيز قمر جاوېد باجوه او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا برادر سره ېې ملاقات کړې وو ، جزييات يې له ولسمشر غني سره شريک کړل او وې ويل، چې د امريکا هڅه دا ده چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې پايداره سوله ټينګه شي.

ولسمشرۍ ماڼړۍ ، چې دواړو اړخونو د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره د اورکم یا نااعلان شوي اوربند پر دوام ټینګار وکړ او ډاکتر خلیلزاد وویل، د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه تیار دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي. زلمي خلیلزاد وویل، ما د امریکا متحدو ایالتونو پیغام راوړی دی چې د سولې لپاره د طالب بندیانو خوشې کولو بهیر کې د افغانستان حکومت د زړورو او سختو ترسره شویو اقداماتو مننه وکړم.

جمهور ریس غني وویل ، د افغانستان حکومت او سیاست مداران  سیاسي اجماع لري او په یوه غږ یې د جمهوریت دفاع کړې او په افغانستان کې د جګړې پایته رسېدو او د پایداره او باعزته سولې تامین ته ژمن دي. هغه زياته کړه، دا چې نړیواله ټولنه، بین المللي سازمانونه او دوست مملکتونه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي، او مننه ېې کوو.

ولسمشر غني په ټینګار وویل، په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې د سولې او اقتصادي انکشاف لامل هم کېږي.

د یادونې وړ ده چې جمهور ریس غني د دې وړاندې هم په سیاسي اجماع ټینګار کړۍ وو او ویلي وو چې راروان وخت کې هم باید سیاسیون سره یوځاۍ شي او د سولې لپاره کاروکړي ترڅو افغانستان کې دایمه سوله راشي او افغانان په افغانستان کې د ازاد ژوند خاوندان شي.

په همدې لړ کې دعبدالله عبدالله او اشرف غني یو سیاسي توافق وکړ د دغې توافق له مخې به عبدالله عبدالله ته ۵۰ ٪ حکومت کې ونډه ورکول کيږي او عبدالله عبدالله به د سولې شورا مشري کوي نوموړي به ملک کې دننه او بهر د سيمې ملکونو کې سیاسي اجماع رامنځته کوي د دې نه علاوه به د سولې شورا ته داسې څېرې راغونډ کړي چي تاسیرګزارهاو ملي شخصیتونه وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button