ولسمشرغني:ولسوالانوسره ويډیو کنفرانس له لارې خبرې شوي

ولسمشراشرف غني د ويډيو کنفرانس له طریقه د هيواد ولسوالانو سره د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.ولسمشرۍ مانړۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې ويډيو کنفرانس کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئيس وويل، ډېری ولسوالۍ د ويډيو کنفرانس له لارې نښلول شوې دي، ترڅو د خپلو کړنو راپور، خنډونه، ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس سره شريکې کړي.
هغه زياته کړه: «د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له وړاندې د ولسوالانو راپورونه ترلاسه کړي او موږ له هغوی وغوښتل چې خپل خنډونه او غوښتنې په شفاف ډول مطرح کړي، ترڅو د هغو په رڼا کې د حکومت رهبري تصميمونه ونيسي.» په دې کنفرانس کې یو شمیر ولسوالانو د نورو په استازولۍ وغږیدل.
یادو ولسوالانو کرونا ويروس په اړه د تدابيرو، اقداماتو او له هغه څخه د رامنځته شويو ګواښونو په اړه خبرې وکړې او د خپلو غوښتنو وړاندې کولو تر څنګ يې وويل:
«کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه يې د حکومت ستراتېژي مطالعه کړې او د هغې پر اساس يې د ولسي بسيج، د علماوو، مدني ټولنو او مختلفو بنسټونو د همغږۍ، عامه پوهاوي، د معلوماتي پاڼو د وېش، د قرنطين مرکزونو جوړولو، د مختلفو سيمو د دوا پاشلو او د قېمتونو د کنټرول کمېټو جوړولو په اړه اقدامات کړي دي.»
د ولسوالانو وړاندیزونه
هغوی د ولسواليو د امنيت تامين، په ولسوالیو کې د تجرید مرکزونو جوړولو، د روغتیايي ټيمونو ګمارلو، د يوه شفاف او مشخص ميکانيزم له لارې د خوراکي توکو د مرستې رسولو، په لرې پرتو ولسواليو کې د مخابراتي شبکو فعاليت، د امبولانسونو پېرلو، د روغتيايي تجهيزاتو زياتولو، د محافظتي وسايلو او کېټونو د ورکولو او په يادو برخو کې ولسواليو ته د زياتې پاملرنې په اړه خپلې غوښتنې بيان کړې.
د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح و ويل:
«خوښ يم چې د هيواد ولسوالانو کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې په پنځو مرحلو خبرې وکړې او موږ بايد کرونا ويروس سره د مبارزې د بسيج لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړو.»
نوموړي د ولسوالانو وړاندیزونو ته په رسیدګي د ټینګار په ترڅ کې وویل، د هیواد ټولې نښلونکې لارې پرانیستې دي او خلکو ته ډاډ ورکړئ چې د خوراکي توکو کمبود سره نه مخ کېږي.
ښاغلي صالح ولسوالانو ته په خطاب کې وویل، تاسو په خپلو ادارو کې د معلوماتو ګردش زیات کړئ. او ستاسو توقع باید په دولت کې د موجوده امکاناتو مطابق وي.
ارګ وايي، ورپسې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل، د کرونا ویروس مخنیوی په ملي کچه مطرح دی، ملي بسیج ضروري دي او حکومت په دې اړه د ټولو اقشارو او بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.
ښاغلي دانش زیاته کړه: «والیان او ولسوالان چې همغږي وي، پېښو ته د رسېدنې اداره او سره میاشت کولای شي اړوندو وسایطو او عراده جاتو ته د لاسرسي او ورکولو په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.»
سرچینه وايي، د سوداګریزو او اقتصادي چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي له خلکو سره د مرستو په موخه له خصوصي سکتور څخه په مننې وویل:
«زموږ امبولانسونه چمتو شوي او که زرنج د امبولانس په شکل برابر او په ولسوالیو کې ورڅخه استفاده وشي، هم اقتصادي تمامېږي او هم په اسانه تګ راتګ کوي.»
په دې ویډیو کنفرانس کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل، تراوسه پنځه تر شپږو لابراتوارونه ایجاد شوي دي او په پام کې ده په پکتیا او کندز کې لابراتوار او په بدخشان او بامیان کې د اغاخان انکشافي بنسټ په همکارۍ د تشخیص مرکز ایجاد کړو. هغه ټینګار وکړ چې د هیواد د ولسوالانو غوښتنې به تعقیب او عملي کړي.
ارګ وايي، په دې ناسته کې ولسمشر د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د ولسوالانو له اقداماتو، چمتووالي او د هغوی له ډاډ څخه چې اوږه په اوږه به د روغتیا برخې کارمندانو سره هلې ځلې وکړي، مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې خپله عمومي ارزونه یې کړې او د پنځو پړاوونو په تشخیص سره کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې زموږ اقدامات ادامه لري.