نړیوال خبرونه

ولسمشرغني ته د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور وړاندې شو

ولسمشرغني ته د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور وړاندې شو.دافغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د مالیې وزارت رهبري سره په کتنه کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او سیستمونو د منظمولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې مالیې وزیر عبدالهادي ارغنديوال او د یاد وزارت ټولو مسوولینو په سیستمونو، تشکیلاتو، استخدام او بشري سرچینو کې د اصلاحاتو په اړه خپل راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.دوی وویل، زموږ عواید ۱۱،۵ میلیارده افغانۍ وو چې د تېر کال په پرتله سږ کال ۱۰،۵ سلنه لوړ شوي دي.همدارنګه سیستمونه کمپیوټري شوي، شفافیت منځته راغلی او هڅه کوو د هرې ورځې په تېرېدو سره عواید لوړ کړو.ولسمشر غني د دوی د راپور له اورېدو وروسته وویل، باید د خپلو عوایدو او لګښتونو په اړه وپوهېږو او د پیاوړتیا او کمزورۍ ټکي یې وپېژنو.

هغه زیاته کړه، باید د وارداتي توکو او داخلي تولیداتو په اندازې پوه شو او همداراز د مالیې وزارت سیستمونه توحید او مالکیت یې افغاني شي.جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور حرکت کوي وویل، مالیې وزارت ته د دغه سیستم تطبیقول زیات اړین دي. همدارنګه موږ د تفتیش په برخه کې متخصصینو ته اړتیا لرو، ترڅو د عوایدو د فرار مخنیوی وشي.د هیواد جمهوررئیس وویل، د مالیاتو د فرار یو لامل د سیستمونو پراګندګي ده باید سیستمونه اصلاح او منظم شي.

نوموړي وویل، د برنامو پر اقتصادي بعد باید بیاکتنه وشي او په مالیې او نورو ټولو وزارتونو کې دې افغانستان شموله برنامې په پام کې ونیول شي.ولسمشرغني په بنسټونو کې د اصلاحاتو په خاطر په جینوا کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تعهداتو ته په اشارې وویل، باید په مالیې وزارت کې اصلاحي برنامې تطبیق او هره برخه یې مسلکي او تخصصي شي.

ولسمشرغني ته د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور وړاندې شو
ولسمشرغني ته د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور وړاندې شو

ښاغلي ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، موږ په راتلونکي کې د ډونرانو په نشتوالي کې پالیسیو ته اړتیا لرو او باید زموږ د پانګونې تمرکز پر کانونو، زېربناو او سیمه ییزه اقتصادي همکاریو اوسي.هغه وویل چې موږ باید یو داسې چوکاټ رامنځته کړو چې د فساد نه پکې خلاص شو.اوپه ځان بسیا شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button