نړیوال خبرونه

ولسمشرغني دامریکا دفاع وزارت سرپرست سره لیدل کتل شوي

ولسمشرغني-د امریکا دفاع وزارت سرپرست سره ملاقات کړی ولسمشر اشرف غني د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له سرپرست «کریسټوفرسي میلر سره چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی ولیدل کتل شوي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پروسې، د سیمې د امنیتي وضعیت او له دولتي ځواکونو څخه د ملاتړ په اړه یې خبرې کړې دي.د ولسمشری ماڼړی څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د پنټاګان د سرپرست له قوله ادعا شوې، چې نوموړي د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژيکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ېې ورکړ.

ویبسایټ کې وړاندې راغلي، چې په دې لیدنه کې د پنټاګان سرپرست په افغانستان کې د اوربند د تامین د تمې تر څنګ ویلي، چې هیواد یې د دولتي عسکرو ملاتړ ته ژمن دی.ورته مهال اشرف غني هم د امریکا او کابل تر منځ اړیکې مهمې بللي دي، د امریکا له مرستو یې مننه کړې او په افغانستان کې د «ترهګرۍ» خلاف مبارزه کې يې د امریکا رول اړین بللی .

د ولسمشر غني او پنټاګان د سرپرست تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې تېره اوونۍ د امریکا د پوځ لوی درستیز «جنرال مارک میلي» هم په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره تر لیدنې وروسته کابل ته راغلی و، او دلته یې د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

ولسمشرغني دامریکا دفاع وزارت سرپرست سره لیدل کتل شوي
ولسمشرغني دامریکا دفاع وزارت سرپرست سره لیدل کتل شوي

بلخواد امریکایي نظامي چارواکو سفرونه په داسې وخت دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ له هیواد ه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تمه ده د راتلونکي کال د جنوري میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.دا هم باید یاده ړو د ځينې هېوادونو عسکر به په افغانستان کې پاتې وي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button