نړیوال خبرونه

ولسمشرغني د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره تلیفوني خبرې کړي دي

ولسمشرغني د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره تلیفوني خبرې کړي دي د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «رابرټ اوبراین» د جمهور ریس «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې اترې شوي او د افغان سولې اړوندو موضوعاتو په اړه ورسره بحث کړۍ،

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا اړوند ټویټر پاڼه باندې لیکل شوي، چې په دې تلیفوني خبرو کې «رابرټ اوبراین» پرته له ځنډه د خپملنځي مذاکراتو په پیلېدو ټینګار کړی او د امریکا متحده ایالات یې یوه ډيموکراټيک، یو موټي او خپلواک افغانستان ته چې بیا ځلې د «تروریستانو ځاله» نشي؛ ژمن بللي.هغه ددې تر څنګ له دولتي عسکرو خپل ملاتړ اعلان کړی، چې دده په خبره «د افغانانو لپاره يې خدمت کړۍ دۍ،

ولسمشرۍ ماڼۍ که څه هم په دې تړاو څه نه دي ویلی؛ خو دا تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې پیل شوې او په دې برخه کې د طالبانو او دولت څو میاشتنی اختلاف حل شوی ښکاري.ځکه نړیوال غواړي چې ژر تر ژره د خپلمنځي خبرو پیل وشي او دولت هم دې خبرې ته ژمن ښکاري، اوس صرف د دولت او طالبانو د لومړي پړاو پیلیدو ته خبره پاتې ده،

پرون د څرخي پله او یو شمېر ولایتونو له زندانونو څخه ۱۰۴ تنه طالب بندیان خوشې شول او د سرچینو په خبره، دا لړۍ ښايي تر راتلونکې جمعې پورې پای ته ورسېږي.او زیات شمېر زندانیان خوشې شي اوس باید دولت ټول بندیان خوشې کړي ترڅو دا بهانه هم ختمه شي او د سولې خبرو ته لاره نوره هم هواره شي،

دولت له اوږدې مودې راپدېخوا د یو شمېر طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت درلود او طالبانو بیا د خپلو بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره شرط باله؛ چې له امله یې د افغانانو خپلمنځي خبرې ځنډېدلې وې.خو اوسمهال داسې ښکاري چې د ډېرو بهرنیو فشارونو دواړه لورې دې ته اړ کړل چې څومره ژر کيږي باید د سولې خپلمنځي خبرې پیل شي،

ولسمشرغني د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره تلیفوني خبرې کړي دي
ولسمشرغني د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره تلیفوني خبرې کړي دي

دواړو لوریو ته پکار دي چې باید سولې ته قرباني ورکړي او د خپل شخصي ګټو پر ځاۍ د مملکت ګټو ته ژمن پاتې شي ترڅو افغانستان کې نور سوله راشي او افغانان په سمه توګه خپل ژوند پیل کړي ځکه افغانانو د ډېر وخت راهیسې په بد بختیو باندې وخت تېر کړۍ او ټول هېوادوال د سولې تګي دي او سوله غواړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button