نړیوال خبرونه

ولسمشرغني د ولسمشرئ ټاکنو ګټونکئ اعلان شو

دټاکنو کمېسون د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني ګټونکی اعلان کړئ دی. د افغانستان د ټاکنو د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۸) د ټاکنو نهايي پایلې اعلان کړې.

د اعلان شوې پایلو په اساس محمد اشرف غني د ټولو رایو له جملې څخه یې (۹۲۳۵۹۲) رایې ګټلې چې ۵۰.۶۴ فیصده رایې کیږي.

مېرمن نورستانۍ وویل چې د دغو نتایجو په اساس محمد اشرف غني چې (۹۲۳۵۹۲) یې رایې ګټلې دي د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی دی.

ښاغلي عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې ګټلې چې ٣٩.٥٢ فیصده کیږي. ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې ګټلې دي او نور کاندیدن په ترتیب سره یو په بل پسې دي.

رحمت الله نبیل۳۳۹۱۹، فرامرز تمنا ۱۸۰۶۳، نورالله جلیلي،۱۵۵۱۹، لطیف پدرام ۱۲۶۰۸، عنایت الله حفیظ ۱۱۲۷۵، محمد حکیم تورسن ۶۵۰۰، ولي مسعود ۳۹۴۲، شهاب حکیمي ۳۳۱۸، فاروق نجرابي ۱۶۰۶ او نور رحمن لیوال ۸۵۵ رایې ګټلي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کارول شویو رایو څخه په مجموعي توگه یو میلیون ٨٢٣ زره او ٩۴٨ (١٨٢٣٩۴٨) رای د اعتبار وړ گڼل شوي دي.

د مېرمن نورستاني په وینا د رایو اچوونکو ۳۱.۵ سلنه یې ښځې وې. دیادونې وړده چې دافغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په میاشت کې وشول

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button