نړیوال خبرونه

ولسمشری ماڼړی د ملي مصاحې له شورا څلور کسان و ایستل

ولسمشری ماڼړی د ملي مصاحې له شورا څلور کسان و ایستل ارګ د ملي پخلاینې د عالي شورا له لومړۍ ناستې چې نن په ارګ کې ترسره کېږي څلور مهم کسان ایستلي او له هغوی سره یې مخالفت هم ښودلی

رسنیو په ځينې راپورونو کې ویلي، ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پخلاینې د عالي شورا په لومړۍ غونډه کې د هېواد د څلورو مهمو شخصیتونو له شتون سره مخالفت ښودلی او هغه یې له لېست ایستلي دي.سرچینې زیاته کړه، د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، د ملي پخلاینې عالي شورا سلاکاره فرخنده زهرا نادري، سید اسحاق ګیلاني او شهزاده شاهد هغه کسان دې چې ولسمشرۍ ماڼۍ ورسره مخالفت ښکاره کړی او د ملي پخلاینې د عالي شورا د غونډې له لېست یې ایستلي دي.

دغه کسانو ته نژدې سرچینې وایي، لومړی د دوی نومونه په یاد لېست کې و او دوی ته بلنه هم لېږل شوې خو وروسته ورسره ولسمشر مخالفت ښکاره کړی دی.سرچینه وایي، دغه لېست ته په نویو کسانو کې یوازې د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود ور اضافه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ ناسته را وبلل شي.

هیره دې نه وي چې ښاغلی نبیل د ولسمشر غني سره جوړ ندی راغلی او په تېرو انتخاباتو کې د هغه سیاسي هریف هم وو هغه په دې وروستیو کې په ولسمشرغني تور پورې کړی وو چې ښاغلي غني د عمران خان نه د موقت حکومت مشري غوښتې وه هغه همداراز ویلی وو که چیرې غني ته د موقت حکومت مشری ورکړي نو غني به هیڅ کله د سولې مخالفت ونکړي.

ولسمشری ماڼړی د ملي مصاحې له شورا څلور کسان و ایستل
ولسمشری ماڼړی د ملي مصاحې له شورا څلور کسان و ایستل

بلخوا بیا اغلې نادري هم دولسمشرسره جوړه نه وه نوموړې تیرو انتخاباتو کې د ښاغلی عبدالله نه ملاتړ اعلان کړی وو.هغه د ولسمشر غني سلاکاره وه خو د اختلاف نه وروسته ېې استفعا ورکړه نوموړې اوسمهال د مصالحې شورا سلاکاره ده د یادولو وړ ده چې چې د ورستیو اختلافاتو په اړه ارګ لا څه نه دې ویلي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button