نړیوال خبرونه

ولسمشری ماڼړی: د ٧زره بندیانو د خلاصون په اړه د مرکچي ټیم خبرو ته منتظر یو

ولسمشری ماڼړی: د ٧زره بندیانو د خلاصون په اړه د مرکچي ټیم خبرو ته منتظر د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، د اووه زره طالب بندیانو د ازادېدو په اړه د حکومت د مرکچي پلاوي خبرو ته په تمه پاتې کيږي.چې هغويي څیشی له ځانه سره لري.

ښاغلي صدیقي چې پرون يې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د اووه زره طالب بندیانو د خلاصون په تړاو باید د کابل د مرکچي پلاوي خبرو ته په تمه پاتې شو او په خبره یې، په دې تړاو څه ویل او یا جزئيات ورکول تر وخت وړاندې خبره ده.د نوموړي په خبره،داسې مهال چې د طرزالعمل په اړه پرېکړه شوې اوس باید د اجنډا  په اړه بحث وشي او هغه څه چې تر ټولو مهم دی د اوربند مسئله ده چې خبرې ورباندې وشي.

نوموړي ددې تر څنګ طالبان تورن کړل، چې جګړه یې زیاته کړې او د «افغانستان د خلګو غوښتنې» اوربند او اورکم ته یې هیڅ اعتنا نه ده کړې.هغه وویل چې که دا ډول جګړې ته دوام ورکول شي نو دا به د سولې خبرو ته زیان ورسوي.او د افغانانو ارمان به پوره نشي هغه وویل چې طالبان باید اوربند باندې ډېر ټينګار وکړي.

ولسمشری ماڼړی: د ٧زره بندیانو د خلاصون په اړه د مرکچي ټیم خبرو ته منتظر یو
ولسمشری ماڼړی: د ٧زره بندیانو د خلاصون په اړه د مرکچي ټیم خبرو ته منتظر یو

د ولسمشری ماڼړی لخوا پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې وړمه ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او ورسره پلاوي په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي ورسره ولیدل او د نورو موضوعاتو تر څنګ یې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په اړه هم خبرې ورسره وکړې.

که څه هم په د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په اړه د طالب او امریکایي پلاوو د ناستو جزئيات نه دي رسنیز شوي؛ خو د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس باید د بین الافغاني مذاکراتو له پيلېدو سره په یو وخت د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ هم پیل شي.او پاتې ٧زره بندیان راخلاص شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button