نړیوال خبرونه

ولسمشر غني:دولتي اداراتو کې باید وطن ته ژمن کسان استخدام شي

ولسمشر غني:دولتي اداراتو کې باید وطن ته ژمن کسان استخدام شي او د ملکي خدمتونو ادارې باید هدف محوره او ځواب ویونکي وي.د افغانستان اسلامي جمهور محمد اشرف غني بېګا ماښام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنرانو سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ په کتنه کې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارو په جوړښت کې د اصلاحاتو او تعییناتو پر طرزالعمل بحث او خبرې وشوې.جمهوررئیس غني وویل، په وزارتونو او ټولو دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو موجودیت موضوع د منلو نه ده او باید د افغانستان په ملکي خدمتونو ادارو کې وطن او خلکو ته ژمن او وړ کسان، استخدام شي.جمهوررئیس زیاته کړه، باید د ملکي خدمتونو د کارکوونکو کړنې او موثریت باید وارزول شي او د دوی د استخدام شېوه دې د اساسي قانون د دستوراتو مطابق عملي شي.

د افغانستان ولسمشر وویل، د ولایتي ریاستونو ارزونه دې د خدمتونو وړاندې کولو او خلکو د رضایت پر بنسټ سنجش او د لوړ پوړو چارواکو صلاحیتونه دې تفکیک شي.ولسمشر پر دې په ټینګار چې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارې باید هدف محوره او ځواب ویونکي شي، نه بست محوره زیاته کړه، په ولایتونو او ولسوالیو کې دې د حکومتي ادارو تشکیلات تعریف، له مرکز او وزارتونو سره دې د دوی اړیکې معلومي شي. ولسمشراشرف غني د دې په بیانولو سره چې تعیینات باید بنسټ محوره وي، نه فرد محوره وویل، ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ملکي ادارو دیجیټلي کول زموږ اساسي لومړیتوب دی او باید په ولایتونو کې پراختیا او د منابعو ځانګړي کېدل یو ډول او له تبعیض پرته وشي.

ښاغلي غني وویل د مخفي بېکارۍ ضد مبارزه او د موازي بستونو او تشکیلاتي پړسوب پر حل ټینګار وکړ وې ویل، داسې ازموینې دې په پام کې ونیول شي چې د نوښت او مدیریت موضوع په کې وسنجول شي.هغه زیاته کړه، وزارتونه باید عواید ایجاد او برنامې سمې مدیریت کړي.

ولسمشر غني:دولتي اداراتو کې باید وطن ته ژمن کسان استخدام شي
ولسمشر غني:دولتي اداراتو کې باید وطن ته ژمن کسان استخدام شي

هغه همداراز وویل بایداستعجالیت په پام کې ونیسو او هغه موخې چې په جینوا کنفرانس کې مو ترسیم کړې، باید ترلاسه شي.ج په پای کې وویل، باید د اوبو د مدیریت، د پوهنې د ودې، کلیوپراختیا، روغتیا، کرنې، سوداګرۍ، صنعت او ښارجوړولو په برخو کې لا زیات تحرک ایجاد کړو هېره دې نه وي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې هم په هکدې موضوع په اړه جلسه تر سره کړې وه.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button