نړیوال خبرونه

ولسمشر غنيد امريکا د بهرنيو چارو وزير سره ټليفوني خبرې وشوې

ولسمشر غنيد امريکا د بهرنيو چارو وزير سره ټليفوني خبرې وشوې.دواړو مشرانو پر مختلفو موضوعاتو خبرې اترې شوي او دافغان عام وګړو د امنیت پر ټینګولو ېې ټینګار هم کړی دی

جمهوررئيس محمد اشرف غني نن مازدیګر د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې وکړې.په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو پر دوام بحث او خبرې وکړې.

20210729 161538

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو د اندېښنې ترڅنګ یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، دغه راز یې د افغانستان د سولې پروسې په چټکتیا کې د امریکا متحدو ایالتونو پر رول ټینګار وکړ.

همداراز په دغه ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني او د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان سولې بهیر کې د سیمې هیوادونو د رول په اړه هم خبرې وکړې

باید یاده کړږچې په دې وروستیو کې افغانستان په مختلفو ولایاتو کې جګړې شدت راخیستي اوهره ورځ زرګونه کسان پکې شهیدان کیږي نو اوس په دې اړه اندېښنې هم خودل کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button