Uncategorized

ولسمشر غني:د کرونا دوهمه څپې دکنټرولولو توان نه لرو

ولسمشر غني:د کرونا دوهمه څپه نه شو کنټرولولای جمهور ریس غني وايي، د افغانستان روغتیايي بنسټونه دا مهال د کرونا ویروس د دوهمې څپې د مهارولو وړتیا نه لري او په دې برخه کې لا ډېر کار بابد وشي.

ولسمشر غني ویلي، چې اوس هم د افغانستان روغتیايي ادارې د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې پوره وړتیا نه لري، خو دوی هڅه کوي د مرستندویه هېوادونو په همکارۍ په دې اداراتو کې ظرفیت لوړ او خلکو ته چوپړتیا ډېره کړي.ښاغلي غني د کرونا د دویمې څپې د کابو کولو لپاره په بهر کې له مېشتو افغان متخصیصینو د مرستې غوښتنه کړې ده.جمهور ریس غني تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په اروپا او امریکا کې له افغان طبي متخصیصینو سره د کوېډ١٩.ناروغی د دویمې څپې د اداره کولوپه اړه بحث وکړ.

دولت داسې مهال د کرونا ویروس د دوهمې څپې د کنټرول په برخه کې خپله بې وسي ښيي چې، د روغتیا نړېوال سازمان وايي، افغان حکومت کرونا سره د مبارزې برخه کې تر اوسه تر ۵ میلیونه ډالر زیات لګولي دي.او لا ېې هم لګوي.کابل کې دWTO استازي ډاکټر ریک پییر کورن ویلي، د روغتیا نړېوال سازمان د کرونا ویروس د خپرېدو له پيله، افغانستان کې له روغتیايي سکټور سره د روغتیايي کارکونکو د روزنې، د ټسټونو ډیروالي او د روغتیايي تجهیزاتو برابرولو برخو کې کومک کړی.

هېواد کې د میلیونونو ډالرو د لګښت او د نړېوالو مرستو د راتګ سربیره هم کرونا پېښې نه یواځې ډیریږي، بلکې یو مرګونی وضعیت یې خپل کړی.مالي فساد، د لومړیتوبونو نه مشخصول، روغتیا سکټور کې د چارواکو غیرقانونی مداخلې، پېښو ته پر وخت نه رسیدګي او د عامه پوهاوي په نوم د نمایشي پروګرامونو جوړول او پراخ فساد کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودیجې د حیف او میل کېدو عمده عوامل دي.

دا هم ولولئ:  عبدالله عبدالله:جګړه د مشکلاتوحل ندۍطالبانو سره هم باید جوړجاړۍ وشي

تازه د(ADB) یا اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د کویډ١٩ ناروغی د دوهمې څپې د کنټرول لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې، چې د حیف او میل کېدو په اړه یې له اوسه لا ګڼې اندېښنې موجودې دي.خو بلخوا بیا حکومت وايي ټولې مرستې په سمه توګه مصرف شوي دي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button