نړیوال خبرونه

ولسمشر غني امریکا ته خپل سفر بریالی وباله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته خپل سفر بریالی وباله.ولسمشر غد امریکا له ولسمشر جوبایډن او نور چارواکو سره له ملاقاتونو وروسته خبري کنفرانس کې وغږېده. کنفرانس کې یې د خبرو ځینې مهمې ټکيپه لاندې ډول دي.

طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې زور د حل لار نه ده.کانګرس به ژر د افغانستان لپاره ۳.۳ میلیارد ډالر مرسته تصویب کړي.د افغانستان د هوايي ځواک ضرورتونه به ژر حل شي.هغه قراردادیان چې د هوايي ځواک د مراقبت او حفاظت دنده لري، د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته به هم خپل کار روان ساتي دوی به تر ډېره حده خپل کومکونه د افغان حکومت سره دوامداره وساتي.

fb img 1624662343424

همداراز د بهرنیانو له وتلو وروسته به د امریکا سفارت فعالیت کوي او د کابل هوايي ډګر د امنیت په اړه له ترکیې او نورو هېوادونو سره خبرې روانې دي.ما بایډن ته وویل چې افغانستان په سپینې ماڼۍ کې یو ښه ملګری غواړي،‌ بایډن وویل چې ډاډه اوسئ‌ دا ملګری لرئ.

د افغانستان او امریکا مشارکت یو نوی پړاو ته داخلیږي چې امریکا به په نظامي برخه کې دخیله نه وي.امریکا به د افغانستان د هوساینې او ثبات لپاره مرستې روانې ساتي امریکا له افغانستان سره همپیانه دی او هیڅ وخت کې به افغانستان ځانته پرېنږدي ځکه دغه هېواد ډېرې قربانی ورکړي دي.

د یادولووړ ده چې ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د امنیت د شورا مشاور حمدالله محب، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ځینې نور چارواکي مله وو. دوی د کام ایر شرکت په الوتکه کې راغلي وو او بېرته به په همدې الوتکه کې ځي، ښه سفر دې ولري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button