Uncategorized

ولسمشر غني په دوه ورځني سفرتاجکستان ولاړ

ولسمشر غني تاجکستان ته لاړ.دافغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني نن د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا تاجکستان هېواد ته لاړ تر څو هلته د اسیا زړه نهم کنفرانس کې ګډون وکړي او پر یو لړ مهمو مسایلو لکه افغان سوله او نور تجارتي موضوعاتو بحث وکړي.

ولسمشری ماڼړی په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د اسیا زړه استانبول پروسې کنفرانس ګډون په موخه کابل د دوشنبې په تکل پرېښود  هغه به په دې کنفرانس کې د وینا ترڅنګ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه هیواد د پارلمان مشر سره په کتنو کې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمابین د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا په اړه خبرې وکړي.

img 20210329 124436 802

د اسیا زړه استانبول پروسې کنفرانس چې دوه ورځې به دوام وکړي د تاجکستان او افغانستان جمهور ریسان او د غړو مملکتونو د بهرنیو چارو وزیران هم پکښې برخه واخلي.د یاې ناستې اصلي اجنډا په اړه ویل شوي چې نن به د کار پوهانو غونډه ترسره سي او اصلي غونډه سبا ده چې افغان او تاجک ولسمشران به يې هم ګډونوال وي جوړه شي

ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دې غونډې په هکله مالومات شریک کړي او ویلي یې دي چې دې غونډه کې د افغان حکومت اجنډا د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي، دوی ویلي کوښښ به وشي چې په دې غونډه پر دې موخه او د نورو هېوادونو پر اقتصادي او امنیتي چارو بحثونه هم وشي.

دا هم ولولئ:  رییس‌الوزرا: ا.ا غواړي له ټولو هېوادونو سره د مذاکرې له لارې ستونزې حل کړي

یاده غونده کې د۵۰ هېوادونو او یو شمېر نړوالو سازمانونوړ استازي او د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي چې پر مهمو امنیتي او اقتصادي مسایلو بحثونه کوي.جزیات وايي د دې کنفرانس اصلي هدف په سیمه کې همکاري او بارو جوړول دي ځکه اوس يه سیمه ییزه کچه هېوادونه له ترهګرۍ او مخدره توکو قاچاق سره مخ دي۔او د سیمي هیوادونه غواړي دا مشکلات هم په دې غونډه کې زیات مطرح شي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button