نړیوال خبرونه

ولسمشر غني جهادي مشرانو سره ناسته ترسره کړه

 ولسمشر غني جهادي مشرانو سره ناسته ترسره کړه.ولسمشراشرف غني د هیواد دامنیتي وضعیت او د سولې پروسې په اړه د سیاسیونو او جهادي مشرانو ناسته رابللې.ویل کیږي چې ښاغلي غني دوی سره د روان وضعیت په اړه مشوره کړې او د دوی لخوا ورته لازمې مشورې ورکړل شوي.

د ولسمشری ماڼړی څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» هم ګډون درلود او په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره  شوه، چې په مهال یې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په ښه والي، د ملي اجماع پر پیاوړتیا او د مشورتي غونډو پر دوام ټینګار وشو.ځکه روان صورتحال بغیر له مشورو څخه نه کیږي.

د ارک پاڼه کې وړاندې راغلي همداراز په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي ټیم پر دوامدار ملاتړ د ټینګار پر مهال څرګنده کړه چې د افغانستان دولت او ملي روغې جوړې عالي شورا دې په دې برخه کې خپلو زیاتو هڅو ته دوام ورکړي.یاده غونډه داسې مهال ده، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا د متحده ایالاتو له لوري تازه طرحه وړاندې شوې او په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو وړاندیز شوی.

امریکا ددې تر څنګ وړاندیز کړی، چې د سولې پروسې د چټکتیا په موخه دې په ترکیه کې د  طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي، او ملګري ملتونه دې د یادې ناستې سرپرستي وکړي.په قطر کې  د طالبانو سیاسي دفتر وایي، ددې طرحې په اړه یې بحثونه روان کړي او لا هم دوام لري.

20210311 101635

دا په داسې حال کې وشو چې کابل کې د امریکا وړاندیز شوې طرحې مخالف او موافق غبرګونونه راپارولي او سره له دې چې د اشرف غني مرستیال «امرالله صالح» د یادې طرحې د منلو په ځای مرګ غوره بللی؛ خو یو شمېر سیاسیون وایي، ددې طرحې په اړه بحثونه کېدای شي.او باید د سنجولو نه وروسته د عملي کولو په اړه ېې اقدامات وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button