نړیوال خبرونه

ولسمشر غني جواد عثماني نوۍ د روغتیا وزیر ټاکلۍ

ولسمشر اشرف غني احمد جواد عثماني د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست وزیر په توګه معریفي کړۍ دۍ. ولسمشر غني پرون سهار دوه جلا فرمانونه صادر کړل چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست او وزارت ته د نوي ټاکل شوي وزیر په توګه د ښاغلي عثماني د ټاکل کیدو تصدیق وکړ

ډاکټر فیروزالدین فیروز مخکې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کوله. ډاکټر فیروز یوه اعلامیه خپره کړه او تایید یې کړه چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په توګه د هغه دنده پای ته رسیدلې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عامې روغتيا پخوانی وزير ډاکټر فیروز الدین فیروز له دندې ګوښه کړی او پر ځای يې ډاکټر احمد جواد عثماني د چارسمبال وزير په توګه ټاکلی دی. 

ډاکټر فیروز الدین فیروز پنځه کاله د عامې روغتيا وزير وو چې تېره ورځ د ناڅرګند لامل پر بنسټ له دندې ګوښه شو. فيروز الدين فيروز له دې وړاندې د مشرانو جرګې له خوا لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی وو. 

ډاکټر احمد جواد عثماني به د عامې روغتيا د سرپرست وزير په توګه کار کوي چې وروسته به ولسي جرګې ته د باور رايې لپاره ور وپېژندل شي.ډاکټر جواد عثماني له دې وړاندې د صحت او د اقتصاد وزارت د معین په توګه کار کړۍ دۍ

ویل کیږي چې جواد عثماني د استاد عطا نږدې کسانو څخه دۍ نوموړۍ با تجربه او وړ کس دې د روغتیا وزارت لپاره او کولۍ شي چې دغه وزارت چارې په سمه توګه مخې ته بوزي که څه هم د کویډ ۱۹ دغه وبايي ناروغۍ په سختو شرایطو کې د روغتیا متخصیصین با تجربه او وړ کسان پکاردی خو دغه نوۍ ټاکل شوۍ وزیر به وکولۍ شي چې دغه سخت وضعیت نه افغانستان وژغوري.

دا هم باید یاده کړو چې د عبدالله لخوا به هم ډیر ژر نور وزیران هم معریفي شي. که څه هم د عبدالله عبړالله په ټیم کې د لانجو او اختلاف خبر ورکړۍ وو خو ارګ بیا د نورو وزیرانو د ژر معریفي کیدو خبره هم کړې وه او ویلوی ېې وو چې ډیر ژر به د کابینې د مصالحې عالي شورا د تشکیل چارې بشپړې شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button