نړیوال خبرونه

ولسمشر غني : حکومت د تروریستي پېښو د عاملینو محاکمې ته ژمن دی

جمهوررئیس: حکومت د تروریستي پېښو د عاملینو محاکمې ته ژمن دی.نوموړی پرون د ارګ په ماڼړی کې د (ICC) جرمونو محکمې د استازو سره لیدل کتل وشو او د افعانستان د جرمونو په اړه ېې ورسره خبرې وکړې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني له غرمې مخکې د بین المللي جرمونو محکمې (ICC) څارنوال سره د افغانستان مذاکره کوونکي پلاوي سره وکتل.د دغې کتنې په پیل کې مذاکره کوونکي پلاوي د افغانستان حکومت له لوري د ځینو دوسیو له ارزونې سره د بین المللي جرمونو محکمې د هوکړې او د راتلونکو اقداماتو په اړه د بین المللي جرمونو محکمې څارنوال سره د خپلو ناستو راپور وړاندې کړ.

جمهوررئیس دیاد پلاوي د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ د افغانستان حکومت ته د بین المللي جرمونو محکمې څارنوال له لوري د ځینو دوسیو د ارزونې صلاحیت ورکولو هرکلی وکړ وې ویل، د ملي او بین المللي جرمي دوسیو د ارزونې لپاره د عدلي او قضایي ارګانونو ظرفیت باید لوړشي.

غني کتنه

او عدلي او قضايي ارګانونه دې په دې برخه کې خپله همغږي زیاته کړي.هغه زیاته کړه، باید د بین المللي جرمونو محکمې سره همکاري دوام وکړي. تر دې وروسته به بشري جنایتونه اوپر خلکو تروریستي بریدونه له تعقیب پرته پاتې نشي

نوموړي وویل د لوګر پل علم او د دشت برچي پر سید الشهدا لېسې د تروریستي بریدونو په څېر بشري جنایتونه د افغانستان حکومت د بین المللي جرمونو محکمې په همکارۍ بې ځوابه نه پرېږدي او عاملین یې محاکمه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button