نړیوال خبرونه

ولسمشر غني دایران نوي منتخب جمهور ریس تحلیف مراسمو کې ګډون وکړ

ولسمشر غني دایران نوي منتخب جمهور ریس تحلیف مراسمو کې ګډون وکړ.د ایران د نوي جمهوررئیس د لوړې مراسمو کې د جمهوررئیس ګډون او د اسلامي شورا مجلس رئیس سره کتنهوشوه.

جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ایران د منتخب جمهوررئیس ډاکتر سیدابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې چې په تهران ښار کې د ایران اسلامي شورا مجلس په مقر کې جوړ شوي وو او د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو یو شمېر مشرانو او لوړ پوړو چارواکو پکې حضور درلود، ګډون وکړ.اوهغته ېې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د بریا مبارکي ورکړه.

جمهوررئیس د لوړې مراسمو په پای کې د ایران اسلامي شورا مجلس له رئیس محمدباقر قالیباف سره وکتل.په دغه کتنه کې چې د ایران اسلامي شورا مجلس په مقر کې وشوه، دواړو لوریو د اړیکو د پراختیا، اقتصادي مسایلو، د پانګونې د زیاتوالي او چابهار بندر په اړه مفصلې خبرې وکړې.

fb img 1628223516570

د ایران اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال محمد مخبر تر مهراباد بین المللي هوايي ډګر پورې هیواد ته د راستنېدو پر مهال د جمهوررئیس ملتیا وکړه.اونوموړي سرهتر اخېره مل وو نوموړي دجمهور ریس نه په پای کې مننه هم وکړه.

باید یاده کړو چېدې سفر سره به د افغانستان اوایرانتر منځداړیکو نوی باب پرانستل پرانستل شي جمهوررئیس محمداشرف غني ایران ته له یو ورځني رسمي سفر وروسته، پرون شپه بېرته کابل ته راستون شو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button