نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره تلیفوني خبرې کړي

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره تلیفوني خبرې کړي دامریکا متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن د افغان سولې په تړاو د افغانستام سلامي جمهوریت جمهور ریس اشرف غني سره تیلیفوني خبرې کړي.

د ولسمشری ماڼړی څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه خبرې تیر ماښام ناوخته ترسره شوي دي.خبرپاڼه کې ویل شوي په دغو خبرو کې اشرف غني او بلېنکن پر دوه اړخیزو اړیکو، د افغان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هېوادونو د لا زیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې شوې دي.دواړه مشرانو د سولې خبرې بیا ځلې پیلیدو په حقله هم خبرې کړي دي.

د راپورونو په وینا په دغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي ګټو او ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د افغان حکومت د عسکرو قربانۍ ستایلي دي او اشرف غني د سولې لپاره د پیاوړې ارادې او اجماع په رامنځته کېدو هم ټینګار کړی دی.دويي غواړي چې افغانستان کې روانه جګړه نور د خبرو له لارې حل کړي.او افغان وژنه بس شي

ghani
ولسمشر غني او بلینکن

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په داسې حال له ږلسمشر اشرف غني سره پر افغان سولې تیلیفوني خبرې کوي، چې ټاکل شوې ده نن د پنجشنبې په ورځ د ناټو  ددفاع وزیران په افغانستان کې د خپلو عسکرو د برخلیک په اړه یوې پایلې ته ورسیږي.

دا په داسې وخت کې ده چې طالبانو وړمه ورځ په یو پرانیستي لیک کې د امریکا په مشرۍ ناټو تړون نه غوښتنه کړې، چې د افغان کشالې د حل او اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل عسکر له افغانستانه وباسي.خو د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه خپلو وروستیو خبرو کې ویلي چې د افغانستان نه د عسکرو په ویستلو بیا غور وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button