ولسمشر غني د ترانسپورټ وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې ولسمشری ماڼی کې د ترانسپورټ وزارت رهبرۍ سره غونډه کې د یاد وزارت د اصلاحاتو او کړنو راپور واورېد.او د دغه وزارت رهبری ته ېې لازمې لارښوونې وکړې.
په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د ترانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي او د دغه وزارت معین اکبرجان پولاد، د ترانسپورټ وزارت عمومي لیدلوری تشریح کړ.وروسته د یاد وزارت رئیسانو د اصلاحاتو بهیر، ننګونو، فرصتونو، سیمه ییز اتصال، د شرکتونو د معیاري کولو او ملي بس وضعیت د ښه والي او د مقررو او طرزالعملونو د طرح او تدوین په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.
ښاغلی غني د ترانسپورټ وزارت رهبري پلاوي د راپور له اورېدو وروسته، د مالیې او ترانسپورټ وزارتونو او ښاروالۍ او ترافیکو ادارو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د ځمکنیو دهلېزونو، بندرونو، صادراتو د زیاتوالي او ترانسپورټ سکتور د راتلونکي په اړه باید واضح لیدلوری موجود وي.

هغه همداراز د ترانسپورټي شرکتونو پر معیاري کولو او د پراګندګۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د ترانسپورټ برخې پر دیجیټلي کولو ټینګار وکړ او په ټولو برخو په ځانګړي ډول په ترانسپورټ برخه کې یې د مرکزي اسیا هیوادونو پانګونه مهمه وبلله