نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: د سولې پروسه کې د ښځو ګډون یقیني شوی

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د افغان ښځو شبکې غړو سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل، سولې او په دې پروسه کې د ښځو غوښتنو او حقونو ته د رسیدګي په هکله خبرې وکړې.

په اول کې د هیواد لومړۍ مېرمن په سولې پروسه کې د ښځو د غوښتنو د انسجام په اړه معلومات ورکړل وې ویل، نن افغان ښځې خپل غږ لري او هېڅوک یې په حقونو معامله نشي کولی.د افغان ښځو شبکې غړو د سولې پروسې تصمیمونو کې د ښځو پر ګډون، د جمهوریت پر ساتنې، د معلوماتي خلا پر لمنځه وړلو او د لویو ملي پروژو د کارونو پر دوام ټینګار وکړ.جمهوررئیس غني د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، د افغانستان اساسي قانون ماته اجازه نه راکوي چې د ښځو پر حقونو معامله وکړم

ښاغلي غني وویل په سولې پروسه کې د ښځو ګډون یقیني شوی. د سولې پروسه له ابهاماتو وتلې او هر تصمیم د افغانانو د ارادې پر اساس نیول کېږي.د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړی کوي، د سیمې روایت بدلېږي، له بین المللي همکارانو سره د مناسباتو نوی فصل پیلېږي او تر بل هر وخت د سولې ښه فرصت رامنځته شوی دی.

20210504 163914

جمهوررئیس په راتلونکو څو اونیو کې له پاکستان سره د جدي مذاکراتو پیلېدو ته په اشارې وویل، پاکستان نور په افغانستان کې د بین المللي ځواکونو د پاتې کېدو پر سر له امریکا د باج اخیستو فرصت نه لري، له افغانستان سره به دوستي یا دښمني انتخابوي.

جمهوررئیس غني وویل، د سولې په اړه اصلي تصمیم د افغانستان په داخل کې نیول کېږي او نهایي تصمیم افغان ولس نیسي . تر دې وروسته د سولې اصلي لوری د افغانستان حکومت دی او د سولې په هېڅ غونډه کې د مېلمه نه، بلکې د اصلي مالک په توګه ګډون کوو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button