نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د لومړۍ کرښې یو شمېر سرتېرو سره ټلیفوني له لارې برې وکړې

ولسمشر غني د لومړۍ کرښې یو شمېر سرتېرو سره ټلیفوني له لارې برې وکړې دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د لومړۍ کرښې سرتېرو سره د ټلیفوني خبرو په لړ کې پرون سهار په تخار کې د جګړې لومړۍ کرښه کې له لومړي بریدمن ضابط جان سره خبرې وکړې.

د خبرو پرمهال د سرتېرو زړورتیا او اتلولي وستایله او د هغوی احوال یې واخیست.لومړي بریدمن ضابط جان د جمهوررئیس پاملرنې او احوال اخیستو څخه په مننې وویل، د وطن دفاع پر موږ فرض ده او په هر ډول شرایطو کې یې د وینې تر وروستي څاڅکي ساتنه کوو. هغه زیاته کړه، زموږ ترمنځ ښې همغږۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې موږ ډېر برلاسي کړي یوو.یاد ټلیفوني تما س کې دویمې څارنې مدینې له جمهوررئیس څخه مننه وکړه او وې ویل، ننګرهار ته ستاسو د وروستي سفر پر مهال د ۷ ښځینه پولیسو د ترفیعاتو، د ښځینه پولیسو لپاره د لارې کرایې او وړکتون پرانېستلو په اړه ستاسو لارښوونې عملي شوي.

هغېې زیاته کړه، ښځینه پولیسو د پولیسو ښارګوټي کې خپلې پیسې تحویل کړي، خو ځمکې ورته نه دي وېشل شوي.جمهوررئیس په ننګرهار ولایت کې د ښځینه پولیسو د زړورتیا او مېړانې ستاینه وکړه وې ویل، ټولو ښځینه پولیسو ته ځانګړې پاملرنه کېږي، ترفیعات مو اجرا شول او د پولیسو ښارګوټي د نومرو ستونزې ته د رسیدګي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د دې نه وروسته ولسمشرغني په شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د ملي پوځ د ټپي سرتېري صبغت الله د حال پوښتنه وکړه.صبغت الله د جمهوررئیس د احوال اخیستو مننه وکړه وې ویل، پښه مې ټپي، خو مورال مې لوړ دی او له رغېدو وروسته به د هیواد د دفاع سنګر ته ستون شم.

ولسمشر غني د لومړۍ کرښې یو شمېر سرتېرو سره ټلیفوني له لارې برې وکړې
ولسمشر غني د لومړۍ کرښې یو شمېر سرتېرو سره ټلیفوني له لارې برې وکړې

ولسمشر غني د لومړۍ کرښې سرتېرو د اتلولیو ستاینه وکړه وې ویل، زه په ټولو قول اردوګانو کې مخامخ له بریدملانو، سرتېرو او افسرانو سره غږېدلی یم. ستاسو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیدګي کېږي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ښې همغږۍ له امله به اړوند مسوولین تقدیر شي.ځکه دوی د وطن سرمایه ده او ستاینه ېې په مونږ حق ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button